د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره د اروپایي هېوادونو ناروې، اسپانیې او ایرلینډ له لوري د فلسطین د رسمیت پیژندنې پرېکړې هرکلی کړی.
د بهرنیو چارو وزارت د ایرلېنډ جمهوریت او ناروې او هسپانیې شاهي دولتونو د فلسطیني دولت د رسمیت پېژندنې پرېکړه مثبت ګام بولي او هرکلی یې کوي.
یاد وزارت زیاته کړې؛ دا پرمختګ په داسې حال کې رامنځ ته کېږي، چې صهیونيستي اشغال د فلسطین پر تاریخي خاوره د تېري تر څنګ په غزه کې د فلسطیني ملت د ټولوژنې په جنګي جنايت د ډيموګرافيک بدلون هڅه کوي.
د بهرنیو چارو وزارت په داسې حال کې چې د فلسطین خاوره د فلسطیني ملت تاریخي مشروع حق بولي، د صهیونستي اشغالګرو له لوري روانه نسلوژنه په سيمه کې د بېثباتۍ بنیادي عامل ګڼي او په کلکو ټکو یې غندي.
د افغانستان اسلامي امارت یو ځل بیا په نړیواله ټولنه او خصوصا اسلامي هېوادونو غږ کوي، چې د خپل مسولیت او فلسطیني ملت د ازادۍ او دفاع د حق له مخې د روان ناورین مخنیوي لپاره بیړنی اقدامات وکړي.

