د قطر د بهرنیو چارو وزارت مرستیال او د دولت وزیر دکتور محمد بن عبدالعزیز بن صالح الخليفي او مل پلاوي د کورنيو چارو له وزير خليفه سراج الدین حقاني سره لیدنه کړې.
دې لیدنه کې په دوه اړخيزه سیاسي او اقتصادي مسایلو خبرې شوي او دواړو لورو هوکړه کړې، چې دوه اړخيزه همکاريو ته به پراختيا او دوام ورکړي.
راغلي پلاوي د قطر امير او قطري ولس نېکې هيلې له کورنيو چارو وزیر سره شريکې کړې او ویلي يي دي، قطر به په هر ډول حالاتو کې د ورور هېواد، افغانستان تر څنګ ولاړ وي.
نوموړي هيله ښودلې؛ چې افغانستان په سیاسي، امنيتي او اقتصادي برخو کې پياوړی شي او لا پر مختګ وکړي.
د کورنيو چارو وزیر د ياد پلاوي له نېکو هيلو مننه کړې او د افغانستان په اړه يې د ورور هېواد قطر هڅې د قدر وړ وبللې.
خليفه سراج الدین حقاني دغه راز د قطر له دولت څخه مننه کړې، چې د ورستيو اورښتونو له امله یې د سېلاب ځپلو کورنیو سره بېړنۍ مرستې کړي دي.

