ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د ترکيې د کډوالو ادارې ریيس له مولوي عبدالسلام حنفي سره په لیدنه کې؛ د حکومتولۍ برخه کې د افغانستان اوسني پرمختګونه د اسلامي امارت برياليتوب څرګندوي

د رياست الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي د ترکيې د کډوالو ادارې ریيس اتيلا توروس، د دې ادارې مرستيال اوندر باکان او په کابل کې د ياد هېواد شارژدافير جنک اونال او ورسره پلاوي سره لیدنه کړې.

د ليدنې په پيل کې د ترکيې د کډوالو ادارې ریيس په افغانستان کې يې د وروستيو سېلابونو او طبيعي افتونو له امله په رامنځته شويو ځاني او مالي تلفاتو خواشيني ښودلې او خپله غشمريکي يې کړې.

نوموړي له افغانانو سره د ترکيې د مرستو د دوام ډاډ ورکړی او ویلي يي دي، د ترکيې دولت هڅه کوي په مختلفو برخو کې له خپلو افغان وروڼو سره همکاري وکړي.

اتيلا توروس په افغانستان کې د امنيت پر ټینګښت خوښي ښودلې او زیاته کړې یې ده؛ د اسلامي امارت له لوري افغانستان کې ډېر کارونه شوي دي، چې د حکومتولۍ برخه کې د اسلامي امارت برياليتوب ښيي.

نوموړي له افغان کروندګرو سره د کوکنارو بديل کښت لپاره د ترکيې د مرستندويه بستو خبر ورکړی او ویلي يي دي؛ د ترکيې دولت په افغانستان کې په مختلفو په ځانګړي ډول د کانونو په ویستنه، انرژي او ترانسپورټ په برخو کې د پانګونې غوښتونکی دی.

د رياست الوزرا اداري مرستيال د کډوالو ادارې ریيس او مرستيال او په کابل کې د ترکيې شارژدافير او ورسره پلاوي سره په لیدنې خوښي ښودلې او د افغانانو لپاره د ترکيې د دولت او خلکو له بشري مرستو څخه يې مننه کړې.

مولوي عبدالسلام حنفي د امنيت ټینګښت، د اداري فساد لمنځه تلل، د نشه يي توکو کر، قاچاق، سوداګرۍ او استعمال مخنيوی او په مختلفو برخو کې سوداګرۍ او پانګونې ته د زمينې برابرول د اسلامي امارت لاسته راوړنې بللي او ويلي يي دي، موږ هڅه کوو خلکو ته د کارموندنې او بهرنيو هېوادونو ته د ځوانانو د کډوالۍ مخنيوي لپاره لا زيات کارونه ترسره کړو او په دې برخه کې د اسلامي او نورو مرستندويه هېوادونو مرستې مهمې دي.

ښاغلي حنفي همداراز د ترکيې دولت څخه غوښتي، چې د کډوالو مسلې ته ځانګړې پاملرنه وکړي، ترڅو د دوو دوستو او وروڼو هېوادونو ترمنځ اړيکې لا زياتې پیاوړې شي.