د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په بهرنیو چارو کې د قطر دولت وزیر شيخ محمد بن عبدالعزیز الخلیفي او ورسره پلاوي سره لیدنه کړې.
په دې لیدنه کې چې د قطر بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي فیصل الحنزب هم شتون درلود، د ياد هېواد وزير د قطر او افغانستان ترمنځ نيکو اړيکو ته په اشارې ویلي، د قطر دولت غواړي د افغانستان او نړۍ ترمنځ د اړیکو په رغولو او پیاوړتيا کې مثبت رول ولوبوي.
نوموړي زیاته کړې، په قطر کې د ملګرو ملتونو له لوري په جوړېدونکې غونډه کې د اسلامي امارت ګډون ګټور دی او هيله ده ښې پایلې ولري.
د نوموړي په وینا؛ قطر په دې اند دی، چې د افغانستان په تړاو جوړېدونکې غونډې د اسلامي امارت د استازو له ګډون پرته پايله نه لري او زياته يې کړه، د سوکالۍ لپاره قطر د افغانستان ترڅنګ ولاړ دی او هڅه کوي دغه هېواد لا زيات پرمختګ وکړي.
د قطر دولت وزير ویلي، هېواد يې په افغانستان کې د افغانانو د لومړيتوبونو پر بنسټ خپلو بشري مرستو او پراختیايي پروژو ته دوام ورکوي.
د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال ياد پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ ویلي، هیله ده ستاسو راتګ د افغانستان او قطر ترمنځ د اړیکو لا ښه والي سبب وګرځي.
مولوي عبدالکبیر له افغانستان سره د قطر د بشري مرستو مننه او پر دوام ټينګار کړی او زياته کړې یې ده، قطر او نور هېوادونه دې د افغانستان د بنسټونو او لويو لارو رغولو او نورو سترو پروژو کې مرسته او پانګونه وکړي.
نوموړي ویلي؛ دا چې ملګري ملتونه د قطر په کوربه توب د افغانستان په اړه غونډې جوړوي په دې معنی ده چې قطر او ملګرو ملتونو افغانستان له ياده نه دی اېستلی او ورته ځانګړی ارزښت لري.
سیاسي مرستیال زیاته کړې؛ که د اسلامي امارت شرطونه ومنل شي، نو د قطر په راتلونکې غونډه کې به اغېزناک ګډون وکړي او ټينګار يې کړی، چې ملګري ملتونه باید د اسلامي امارت غوښتنې له نظره ونه غورځوي او هیله یې ښودلې چې د دوحې غونډه د اسلامي امارت او نړۍ د تعامل فرصت رامنځته کړي.
د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال ویلي، د یوناما په شتون کې د ځانګړي استازي ټاکلو ته اړتیا نشته.
مولوي عبدالکبیر زیاته کړې، اسلامي امارت عمومي بښنه اعلان کړې، له بښنې څخه په استفادې سلګونه پخواني مقامات، سیاسي او امنیتي مسولین چې وزیران، واليان، د ولسي جرګې غړي او نور اراکین پکې شامل دي، بېرته هېواد ته ستانه شوي او دا مهال په افغانستان کې امن او ارامه ژوند لري.
نوموړي د خپلو خبرو پای کې ویلي، اسلامي امارت له نړۍ سره د متقابل احترام په فضا کې دوستي او مثبت تعامل غواړي او تمه ده د دوحې راتلونکې غونډه کې په دې اړه مثبت ګامونه واخيستل شي.

