د ملي دفاع وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد د قطر د بهرنیو چارو وزارت له مرستیال محمد بن عبدالعزیز الخلیفي او ورسره مل پلاوي سره لیدنه کړې.
په دې لیدنه کې د ملي دفاع وزیر په هېواد کې د وروستیو زلزلو او سېلاب ځپلو سره د قطر هېواد له لوري د بشري مرستو څخه مننه کړې او له دغه هېواد سره يې د اړيکو پر پياوړتيا او د همکاريو پر دوام ټينګار کړی.
دغه راز د قطر د بهرنيو چارو وزارت مرستيال د افغانستان له خلکو سره په بېلابېلو برخو کې د دوستانه اړيکو د ټينګښت او لا زياتو همکاريو د دوام ډاډ ورکړی.

