سیاسي کمېسیون په سپېدار ماڼۍ کې د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په مشرۍ ناسته کړې.
په دې ناسته کې د هېواد او سیمې د وروستي وضعیت، د دوحې راتلونکې ناستې او اړمنو هېوادوالو ته د بشري مرستو رسولو په اړه هر اړخیزې خبرې شوې دي.
همداراز د سیاسي کمېسیون په دې ناسته کې له یو شمېر هېوادونو سره د اړیکو او تعامل په پراختیا خبرې شوې او د اجنډا اړوند لازمې پریکړې شوې دي.
د سیاسي کمېسیون ناسته؛ د دوحې راتلونکې ناستې په اړه خبرې شوي

