ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال: زندانونه باید د شکنجې مرکزونه نه بلکې د اصلاح او پوهې مرکزونه وي

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په څرخي پله زندان کې د کتاب لوستلو اوونۍ نندارتون کې ګډون او وینا کړې.

په دې مراسمو کې چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت مسولینو، د زندانونو چارو د تنظیم ادارې او د څرخي پله زندان مسولینو ګډون کړی وو، د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال په هېواد کې د وروستیو سېلابونو له امله د یو شمېر هېوادوالو په شهادت او د زرګونه کورنیو په اواره کېدو خواشیني ښودلې.

نوموړي ویلي، د سېلابونو له امله زرګونه کورونه، په هکتارونو کرنیزې ځمکې او باغونه ویجاړ شوي، تاسیسات له منځه تللي، څاروي تلف شوي او متضررې کورنۍ بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.

نوموړي له مرستندویه کورنیو او بهرنیو ادارو او شتمنو هېوادوالو څخه غوښتي، چې ژر تر ژره دې له زیانمنو شویو کورنیو سره مرستې وکړي.

سیاسي مرستیال زیاته کړې، د افغانستان د پینځو لسیزو ناخوالو یو لامل له کتاب او مطالعې څخه د هېوادوالو په ځانګړي ډول د نوی نسل لرېوالی او د پردیو مفکورو او کلتور برلاسی کېدل دي.

نوموړي د دې نوښت ستاینه کړې او ویلي یې دي، زندان او توقیف خانې باید د شکنجې او ربړولو مرکزونه نه، بلکې د اصلاح او پوهې مرکزونه وي او هر زنداني چې له بنده خلاصېږي باید د ټولنې د اصلاح او فلاح لپاره کار وکړي.

سیاسي مرستیال هیله ښودلې، چې زندانیان له دې نندارتون څخه ښه ګټه واخلي او د خپلې خوښې کتابونه ولولي.

مولوي عبدالکبیر، دیني او عصري علوم د ټولنې اړتیاوې یادې کړي او زیاته کړې یې ده، په اوسنیو شرایطو کې د دغه ډول نندارتونونو او غونډو جوړول له دې امله هم مهم دي، چې ټولنه له فکري او کلتوري یرغلونو وژغورل شي.

نوموړي لارښونه کړې؛ چې د فکري اصلاح لپاره دې نوي نسل ته د دیني او ملي ارزښتونو په رڼا کې لیکلي کتابونه، مقالې او په ټولنیزو شبکو کې اصلاحي پروګرامونه او ویډیوګانې په اختیار کې ورکړل شي، څو د پردیو مفکورو او تبلیغاتو تر اغېز لاندې رانشي.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال ویلي، متاسفانه چې افغانستان په خپلواک ډول د اسلامي او ملي کلتور غوړېدو او ځلېداو ته نه دی پرېښودل شوی او په بېلابېلو پړاوونو کې تر یرغل لاندې راغلی دی.

نوموړي ټینګار کړی؛ باید د اسلامي ثقافت او تاریخ په اړه ځوان نسل ته د مطالعې زمینه برابره شي، دا زموږ او ستاسو ګډ مسولیت او مکلفیت دی، چې د اسلامي ارزښتونو، ملي عنعناتو او سوچه افغاني کلتور د پیاوړتیا لپاره کار وکړو.

سیاسي مرستیال له ادیبانو او لیکوالانو غوښتي، چې د خپل قلم له لارې د اسلامي ثقافت، سوچه افغاني کلتور او د ټولنې د اړتیاوو په اړه ځوانانو او نوي نسل ته معلومات ورکړي.

مولوي عبدالکبیر زیاته کړې، په تېرو ۲۰ کالو کې افغانان له جګړو، زورواکیو، فساد او خپل سریو څخه تر پوزې رسېدلي و، خو د اسلامي امارت له فتحې سره سم، د جګړې ټغر ټول، سرتاسري امنیت ټینګ شوی او ملت له زور، جبر او ظلم څخه ژغورل شوی دی.