ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال په مشرۍ لوړ رتبه امارتي پلاوي د ایران د جمهور رییس فاتحې په مراسمو کې ګډون وکړ

د ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ لوړپوړي امارتي پلاوي، چې د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي یې ملتیا کوله د روان ۱۴۰۳ لمریز کال د جوزا میاشتې په دوهمه نېټه د ایران اسلامي جمهوریت د جمهور رئیس سید ابراهیم رئیسي او بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان د فاتحې په مراسمو کې ګډون وکړ.

د اسلامي امارت پلاوي د ایران اسلامي جمهوریت له نوي سرپرست ولسمشر دکتور محمد مخبر، بهرنیو چارو وزیر علي باقري او پوځ له مرستیال سره هم لیدنه کړې او د افغانستان د خلکو او اسلامي امارت په استازولۍ یې له ایران سره ځان په غم کې شریک وباله او د ایران حکومتي مسولینو او ولس ته یې د همدردۍ او تسلیت مراتب وړاندې کړل.