د عامې روغتیا وزیر ډاکټر قلندر عباد او ورسره مل پلاوي قطر هېواد ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د دې هېواد په پلازمېنې دوحه کې د پولیو له منځه وړلو پروګرام اړوند د تخنیکي مشورتي ګروپ (TAG) ناسته کې ګډون کړی.
یاده ناسته په افغانستان او پاکستان کې د پولیو د له منځه وړلو پروګرامونو په تړاو د بحث او مشورې په موخه جوړه شوې، چې څلور ورځې به دوام وکړي.
د عامې روغتیا وزیر په دې ناسته کې ویلي؛ د تېر په پرتله په هېواد کې پولیو واکسین ته خلکو لاسرسی ښه شوی، اوسمهال په ټول هېواد کې داسې سیمه نشته، چې اوسېدونکې یې واکسین ته لاسرسی ونه لري؛ دغه راز د ښځو په ګډون له ۷۰ زرو ډېر د لومړۍ کرښې کارکوونکي په افغانستان کې د پولیو له منځه وړلو پروګرام برخه دي.
ډاکټر قلندر عباد همداراز له تمویلوونکو او مرستندویه ادارو غوښتنه کړې، چې په افغانستان کې د دغه پروګرام او روغتیايي سیستم د پیاوړتیا په برخه کې لا ډېره همکاري وکړي.
د یادونې وړ ده، چې د یادې څلور ورځنې ناستې په اوږدو کې به د NEOC، WHO، UNICEF، BMGF، CDC، GAVI او روټري انټرنېشنل استازي د تېرې TAG غونډې وړاندیزونه وڅېړي او د افغانستان او پاکستان دواړو هېوادونو د پولیو له منځه وړلو پروګرامونو لپاره به له اوسنیو شرایطو سره سم نوې سپارښتنې انتخاب او وړاندې کړي.

