ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال د غمشریکۍ څرګندولو په موخه په کابل کې د ایران سفارت ته تللی

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د ایران د جمهور رییس سید ابراهیم رئیسي، د بهرنیو چارو وزیر امیر حسین عبدالهیان، د تبریز د جمعې امام ایت الله آل هاشم، د ختیز اذربایجان والي ارواښاد مالک رحمتي او نورو ملګرو د مړینې له امله د تسلیت وړاندې کولو په موخه د ایران سفارت ته تللی او د تعزیت لپاره ايښودل شوي کتاب کې یې لاسلیک کړی دی.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال د ایران سفارت ډیپلوماټانو ته د تسلیت پرمهال ویلي، د افغانستان اسلامي امارت او افغانان د ایران اسلامي جمهوریت او ولس سره په دې ستر غم کې ځان شریک بولي.

نوموړي زیاته کړې؛ سید ابراهیم رئیسي له اسلامي امارت سره ښې اړیکې ټینګې کړې وې او هیله ده، چې له دې وروسته هم د افغانستان او ایران ترمنځ دوستانه اړیکې لا غښتلې شي.