ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

په جنین ښار د صهیونیستي رژیم بریدونه؛ ۸ کسان شهیدان او ۲۱ نور ټپیان شوي

صهیونیستی رژیم د لوېدیځې غاړې په شمال کې په جنین ښار بریدونه جاري ساتلي.

د راپورونو پر اساس؛ په دې ښار کې د اسرائیلي یرغلګو د بریدونو له امله تر اوسه ۸ کسان شهیدان شوي او ۲۱ نور ټپيان دي.

د فلسطیني رسنیو د راپورونو پر اساس اسرائیلي یرغلګرو نن سهار د جنین ښار په بېلابېلو سیمو بریدونه کړي، لسګونه کورنه یې پلټلي، یو شمېر فلسطینیان یې برمته کړي او ډېری یې ازار کړي دي.

دغه‌راز د شهید ‘خلیل سلیمان’ روغتون مسولینو ویلي، چې د صهیونیستي عسکرو له لوري د دې روغتون د اوبو نلونه تخریب شوي، ناروغان له سختو ستونزو سره مخ دي او اشغالګران پرله‌پسې د روغتون په دروازه کې ډزې کوي.

د دې تر څنګ د جنین دولتي روغتون محاصره دی او هېچاته اجازه نه ورکول کېږي، چې روغتیايي توکي روغتون ته داخل کړي.

د یادونې وړ ده، چې په لویدیځه تړانګه کې هم د صهیونیستي عسکرو بریدونه دوام لري او د غزې د روغتیایي مسولین وايي، چې د صهیونیستي رژیم د بریدونو له پیل راهیسې په دې تړانګه کې ۵۱۴ کسان شهیدان شوي دي.