ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

ناروې، اسپانیا او ایرلنډ هېوادونه فلسطین په رسمیت پېژني

یو شمېر رسنیو راپور ورکړی، چې د ناروې لومړي وزیر یوناس ګار استوره نن چهارشنبه د یوې خبري ناستې پر مهال د یوه هېواد په توګه د فلسطین د رسمیت پېژندنې اعلان کړی.

ښاغلي استوره ویلي؛ د ناروې دغه پرېکړه نورو هېوادونو ته یو پيغام دی، چې فلسطین په رسمیت وپېژني.

له بلې‌خوا ټاکل شوې نن اسپانیا او ایرلنډ هم د فلسطین د رسميت پېژندنې نېټه په ډاګه کړي.