ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د سېلاب ځپلو، داخلي بې ځايه شويو، نورو غميزو يا طبيعي پېښو څخه زيانمن شويو او بې سر پناه افغانانو سره د مرستې په اړه د ریاست الوزرا حکم!

دا چې په هېواد کې سېلابونه، زلزلې او دې ته ورته پېښې رامنځته شوې او د ځینو پېښو وړاندوينه نه‌ کيږي، د دې په خاطر چې د سېلاب ځپلو، داخلي بې ځايه شويو، نورو غميزو يا طبيعي پېښو څخه زيانمن شويو، غريبو، مسکينو او بې سر پناه هېوادوالو لپاره سرپناه رامنځته شي (کورونه ورته جوړ شي) او له بل طرفه دا چې ډېر هېوادوال (داخلي او بهرني) غواړي چې، له نوموړو هېوادوالو سره مرستې وکړي، نو د دې په خاطر چې د یادو مرستو لپاره يو روڼ ادرس شتون ولري او دغه مرستې اړمنو هېوادوالو ته ورسول شي، نو د موضوع اړوند‌ لاندې لارښوونې کووم.

۱- د سېلاب ځپلو، داخلي بې ځايه شويو، نورو غميزو يا طبيعي پېښو څخه زيانمن شويو غريبو، مسکينو او بې سرپناه افغانانو لپاره د کورونو جوړولو په پار د کورني او بهرني حقيقي او حکمي اشخاصو د مرستو د لاسته راوړلو په خاطر دې ماليې وزارت په سوداګریزو بانکونو کې افغاني او ډالري حسابونه پرانيزي، البته د یادو حسابونو څخه دې راټول شوي کومکونه په مرکزي بانک کې وساتل شي.

۲- راټولې شوې پيسې (کومکونه) دې، د کور او ښار جوړولو وزارت تر مشرۍ لاندې د ماليې، کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ، د کليو بيارغونې او پراختیا، اقتصاد او طبيعي پېښو پر وړاندې د مبارزې په چارو کې د دولت وزارتونو په غړيتوب دې د يوې کمېټې له لارې د پورته ذکر شویو‌ موخو په پار د رياست الوزرا له لارښوونې وروسته د تدارکاتي، بودیجوي، تخصيصاتي او تادياتي مراحلو څخه پرته وکارول شي.

۳- ټول اهل خير ورونه، ملي او نړيوال مرستندويه بنسټونه کولی شي چې خپلې مرستې د نوموړو حسابونو له لارې وکړي، د نورو ټولو حقيقي او حکمي افغانانو څخه هم هيله کيږي، ترڅو په مرستو کې روڼتيا او اړمنو افغانانو ته د مرستو رسولو لپاره خپلې مرستې د نوموړو بانکي حسابونو له لارې ترسره کړي.

۴- د کور او ښارجوړونې وزارت او ټولې امارتي ادارې دې د مرستو د لاسته راوړلو لپاره، د رسنيو له لارې خبراوی ترسره کړي.

۵- د ماليې وزارت دې د دې پيسو او لګښتونو دقيقه، پر وخت او اصولي محاسبه رياست الوزرا او مشرتابه ته وړاندې کړي.