ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د ملګرو ملتونو اړوند د بشري چارو د همږغۍ ادارې مسول د کندهار مرستیال والي سره په لیدنه کې د اسلامي امارت لاسته راوړنې ستایلي

 د ملګرو ملتونو اړوند د بشري چارو د همږغۍ ادارې (OCHA) مسول محمد ابوبکر د کندهار مرستیال والي مولوي حیات‌الله مبارک سره لیدنه کړې.

نوموړي په دې لیدنه کې د سفر موخه د ټولنې اړتیاوې درک کول یاد کړي او ویلي يي دي، د ټولنې اړتیاوو له معلومولو وروسته به ورته په خپلو راتلونکو پلانونو کې ځای ورکړي.

ښاغلي ابوبکر زیاته کړې؛ د اسلامي امارت په راتګ سره افغانستان کي امنیت ټینګ شوی، فساد له منځه تللی، اقتصاد پیاوړتیا موندلې او همداراز د نورو هېوادونو سربیره له ګاونډیو هېوادونو سره د اړیکو د پراختیا ترڅنګ کوکنارو د کښت مخنیوي شوی، چې دا هڅې یې د ستایلو دي.

د کندهار مرستیال والي ويلي؛ د اسلامي امارت له بیاحاکمیت سره د بشپړ امنیت ټینګ شوی، په ټولو برخو کې فساد له منځه تللی دی او ټولو هېوادوالو او بهرني پانګوالو ته د کار غوره زمینه برابره شوې.

نوموړي غوښتنه کړې؛ چې ملګري ملتونه او نورې مرستندویه ادارې دې خپلې مرستې د چک‌ډیمونو، استنادي دېوالونو او د اوبو شبکو په جوړولو، راستانه شویو کډوالو سره اړینو مرستو په کولو، بېړنیو پېښو ته په ژر رسېدنې، د روغتیايي مرکزونو په جوړېدو او همداراز دې د بې سرپرسته، کونډو او یتیمانو کورنیو سره مرستو ته ځانګړې کړي.