ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د جرمونو نړیوالې محکمې د اسرائیلو د لومړي وزیر او دفاع وزیر د نیولو غوښتنه کړې

د جرمونو نړیوالې محکمې (ای سي سي) د جنګي جنایتونو په تور د اسرائیلو د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو او د هغه د دفاع وزیر یواف ګالانت د نیولو غوښتنه کړې.

د نړیوالې محکمې لوی څارنوال کریم خان ویلي، چې نتانیاهو او دهغه دفاع وزیر دې د جنګي جرمونو او د بشر ضد جنایتونو په تور ونیول شي.

نړیواله جنايي محکمه چې د هالنډ په هاګ ده، له تېرو درې کلونو راهیسې په اشغال شوې لویدیځه تړانګه او غزه کې د اسرائیلو کړنې ارزوي او څېړي.