ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت: د هېواد له پینځو نړیوالو هوايې ډګرونو څخه په ورځني ډول تر ۳۰ نړیوالې الوتنې ترسره کيږي

د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت وايي، چې د اسلامي امارت له بیا حاکمیت وروسته يې د هېواد ټول هوايي ډګرونه بیا رغولي او اوس‌مهال د پینځو نړیوالو هوايې ډګرونو څخه په ورځني ډول تر ۳۰ نړیوالې الوتنې ترسره کيږي.

له بل لوري د فلای دبی نړیوال شرکت چې تازه يې په پلازمېنه کابل کې خپله رسمي استازولي پرانیستې، وايي؛ په ۲۴ ساعتونو کې افغانستان ته دوې الوتنې لري او د روانې جون میاشتې په درېیمه به یو بله الوتنه هم زیاته کړي، چې شمېر به یې درې ته ورسېږي.

د هېواد د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت چارواکي ټینګار کوي، چې د هېواد په ټولو هوايي ډګرونو کې مسافرو ته معیاري خدمتونه وړاندې کېږي او د ټکټونو بیې هم راټيټې شوې دي.

د یادونې وړ ده، چې افغانستان اوس‌مهال ۲۷ هوايي ډګرونه لري او له پینځو یې نړیوالې هوايي الوتنې ترسره کېږي.