ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي عبدالکبیر: اسلامي امارت به د خپلو شرایطو په منل کېدو سره د دوحې په درېیمه غونډه کې ګډون وکړي.

د افغانستان په اړه د دوحې د دریمې ناستې د ترسره کیدو لپاره د ملګرو ملتونو سازمان هڅې!

په سیاسي او سولې چارو کې د ملګرو ملتونو سازمان د سرمنشي مرستیاله افغانستان ته راغلې او د اسلامي امارت له چارواکو سره یې په لیدنه کې د بېلابېلو مسایلو ترڅنګ د دوحې راتلونکې ناستې د جوړیدو په اړه هم خبرې کړي دي.

له ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال په دې لیدنه کې کابل کې د ملګرو ملتونو سازمان پلاوي ته ویلي، چې اسلامي امارت به د خپل دریځ په منل کیدو سره د دوحې په ناسته کې ګډون وکړي.

“اسلامي امارت تمه لري چې د دوحې په راتلونکې ناسته کې یې شرایط په پام کې ونیول شي، تر څو د افغانستان استازی پکې ګډون وکړي. اسلامي امارت نه غواړي نړېوالې ټولنې ته ستونزې جوړې کړي، بلکې غواړي له نړۍ سره مثبت تعامل ولري، همدارنګه زمونږ خاوره هیڅ لورې ته ګواښ نده او داعش په افغانستان کې ماتې خوړلې ده.”

د دې تر څنګ د ملګرو ملتونو سازمان استازې د بهرنیو چارو له وزیر سره هم لیدلي او ویلي یې دي، چې د دوحې په دریمه ناسته کې به د مالي، بانکي، له نشه‌یی توکو سره د مبارزې، د بزګرانو لپاره د بدیل کښت او اقلیمي بدلون په اړه خبرې وشي.

بهرنیو چارو وزارت وایي، چې د ملګرو ملتونو سازمان د سرمنشي مرستیالې له امیرخان متقي سره په لیدنه کې همدارنګه ویلي، چې د دوحې دریمې ناستې اصلي موخه له اسلامي امارت سره د نړۍ د اړیکو عادي کول دي، چې په د هېوادونو ځانګړو استازو په ګډون به د اسیا پراختیایی بانک استازی هم ګډون پکې وکړي.

لاهم روښانه نه ده، چې د افغانستان په اړه په دوحه کې د ملګرو ملتونو سازمان د سرمنشي په کوربتوب د هیوادونو د ځانګړو استازو درېیمه ناسته څه وخت وشي، خو د دوحې دویمه ناسته د تېر کال په کب میاشت کې ترسره شوې وه.