ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي امیرخان متقي: په ملګرو ملتونو کې باید د افغانستان واقعي استازی د نظام استازیتوب وکړي

د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي سره په سیاسي برخه کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې روزمېري ډیکارلو لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې د افغانستان او ملګرو ملتونو ترمنځ پر اړیکو، دوحې دریمه ناسته او د ناستې پر اجنډا او ترکیب هر اړخیزې خبرې کړي دي.

د سرمنشي مرستیالې ویلي، دوحې دریمه ناسته کې به د غړو هېوادونو او نړیوالو سازمانونو د استازو ترڅنګ دا ځل د نړیوال بانک او اسیايي بانک استازي هم ګډون کوي.

روزمېري ډیکارلو زیاته کړې؛ دوحه ۳ کې به د بحث محورونه پر مالي او بانکي موضوعاتو، مخدره موادو پرخلاف مبارزه او کروندګرو ته بدیل معیشیت او همداراز د اقلیم بدلون او ترې افغانستان ته راټوکېدلو زیانونو په اړه خبرې اترې وشي.

آغلې مرستیالې وویل چې د افغانستان حکومت سره تعامل غواړي او ښايي واضح بحثونه او د دواړو لوریو پر غوښتنو او اندېښنو په اړه خبرې اترې ولرو.

د بهرنیو چارو وزیر ویلي، افغانستان د ملګرو ملتونو سازمان له لومړنیو غړو هېوادونو څخه و او دغه سازمان سره یې فعالې اړیکې درلودې او اوس اسلامي امارت هم یوناما سره په کابل کې ښې اړیکې لري.

مولوي امیر خان متقي زیاته، په ملګرو ملتونو کې باید د افغانستان واقعي استازی د نظام استازیتوب وکړي او په دې اړه پراته خنډونه باید لرې شي.

نوموړي ویلي؛ ګاونډیو او سیمې هېوادونو سره د افغانستان اړیکې مخ پر غوړېدو دي او زیاته کړې یې ده، د امارت د بهرني سیاست اساسي اصول توازن او اقتصاد محوري ده چې ټولو لوریو ته پکې ښه فرصتونه شته.

د بهرنیو چارو وزیر په وینا، اسلامي امارت په دوحه ۲ کې هم معناداره ګډون غوښت او یوازې تشریفاتي ګډون ګټور ونه بلل شو.

ښاغلي متقي ویلي؛ دوحه ۳ کې د مخدره موادو پرخلاف مبارزه، مالي او بانکي مسایل او اقلیم بدلون اغېزو په اړه بحث د دوو اړخیزو همکاریو ښه موارد کېدلای شي.

د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړې، د دوحه ۳ ناسته کې د پورتنیو د بحث مواردو ترڅنګ ښايي د ترکیب په اړه یې هم هوکړې ته سره ورسېږو.

نوموړي هیله څرګنده کړې، دوحه ۳ کې پر اساسي مسایلو بحث وشي، شته میکانیزمونه تقویه شي، اضافي او تحميلي تشکیلات او پریکړي ونه شي، پر حاشیوي او تشریفاتي مواردو باید له اصلي موضوعاتو څخه پام منحرف نه شي.

 ډیکارلو ویلي؛ د دوحه ۳ ناستې بنسټیزه موخه افغانستان سره د نړیوالې ټولنې اړیکې عادي کول دي او زیاته کړې یې ده، د اسلامي امارت اړیکې ګاونډیو او د سیمې هېوادونو سره ښې دي او باید نورو هېوادونو سره هم دوو اړخیزو اړیکو کې پرمختګونه وشي.