د ایراني رسنیو د راپورونو پر اساس، د ایران د ولسمشر ابراهیم رییسي د سپرلۍ چورلکې د دې هېواد په ختیځ اذربایجان ولایت کې بېړنۍ ناسته کړې.
د راپورونو له مخې؛ د ختیځ اذربایجان والي ایتالله ال هاشم او د ایران د بهرنیو چارو وزیر امیر عبداللهیان هم په دې چورلکه کې شتون درلود.
د یادو راپورونو پر اساس؛ د سرې میاشتې د ژغورنې ټیمونه د پېښې ځای ته رسېدلي، خو په سیمه کې د اوبو او هوا له امله د رامنځته شوي سخت وضعیت مرستندویه هڅې له ستونزو سره مخ کړې دي.

