ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

کابل کې د ۱۹۰ ورزشکارانو تر منځ د شمال زون بدن ښکلا ټاکنیزې سیالۍ وشوې

د بدني روزنې او ورزش لوی ریاست اړوند د بدن ښکلا ملي فدراسیون له لوري د ۱۹۰ ورزشکارانو ترمنځ د ۵۵ کیلو ګرام نه تر ۹۵ کیلو ګرام وزنونو کې د کابل ښار شمال زون بدن ښکلا ټاکنیزې سیالۍ ترسره شوې.

د دې دوه ورځنیو سیالیو په پایله کې د ۱۹۰ ورزشکارانو له ډلې په بېلا بېلو وزنونو کې پینځه-پینځه ورزشکاران، چې ټول ۲۵ کسان کېږي د شمال زون منتخبې لوبډلې ته وټاکل شول.

د دغو سیالیو د پای مراسمو کې د هېواد د ورزش او المپیک ملي کمېټې عمومي رییس مولوي احمدالله وثیق، د بدني روزنې او ورزش لوی ریاست فني او مسلکي معاون حافظ احمدجان ځدراڼ او د دې برخې زیات شمېر مینوال راغلي وو.

د یادو سیالیو موخه د کابل ښار شمال زون منتخبې لوبډلې ته د غوره لوبغاړو موندل ښودل شوي دي.