ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د چین سفیر د کډوالو چارو له وزیر سره په لیدنه کې د طبیعي پېښو پر وړاندې د اسلامي امارت غوره مدیریت ستایلی

کابل کې د چین سفیر ژاوشینګ د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر خلیل الرحمان حقاني سره لیدنه کړې.

لیدنه کې د کډوالو چارو وزیر د چین او افغانستان ترمنځ مثبتې اړیکې ستایلي او له کډوالو سره د چین مرستو د لومړنۍ جوپې د رسېدو له امله یې له دغه هېواد څخه مننه کړې.

ښاغلي حقاني همدا راز د وروستیو سیلابونو له امله د اووښتو زیانونو معلومات له نوموړي سره شریک کړي او غوښتنه یې کړې، چې د راستنو شوو کډوالو ترڅنګ د طبیعي او غیر طبیعې پېښو له امله بېځایه شوو افغانانو سره د کور جوړونې، کار موندنې او زده کړو ته د زمینې د برابرولو په برخه کې مرستې وکړي.

د چین سفیر د وروستیو سیلابونو، چې له امله یې په بغلان، غور او یو شمېر نورو ولایتونو کې درانه ځاني او مالي زیانونه اوښتلي وو؛ ژوره خواشیني څرګنده کړې او ډاډ یې ورکړی، چې هېواد یې د خپلو امکاناتو په محدوده کې چمتو دی، چې له دغو سیلاب ځپلو سره هر ډول مرستې وکړي.

نوموړي طبیعي پېښو ته د اسلامي امارت د ښې رسېدنې او غوره مدیریت ستاینه کړې او ډاډ یې څرګند کړی، چې د یاد هېواد نورې مرستې به هم تر راتلونکي جولایي میاشتې پورې راورسېږي.