ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

پر رفح ښار د صهیونیستي رژیم د بریدونو له پیل راهیسې ۸۰۰ زره فلسطینیان کډوالۍ ته اړ شوي

د فلسطیني کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د دفتر رییس فلیپ‌لازارني پر خپله ایکس پاڼه لیکلي، چي پر رفح ښار د اسرائیلي یرغلګرو د بریدونو له پیل راهیسې تر دې‌مهاله شاوخوا ۸۰۰ زره فلسطینیان د دغه ښار پرېښودو ته اړ شوي.

نوموړي زیاته کړې؛ فلسطینیان د المواسي او دیرالبلاح په ګډون هغو سیمو ته د تېښتې په حال کې دي، چې کافي اوبه او روغتیايي امکانات نه لري.

ښاغلي لازارني کډوالۍ ته د فلسطینیانو اړ ایستل غندلي او ویلي یې دي، چې غزه کې د جګړې له پیل راهیسې څو ځله فلسطینیان د امنیت په لټه له خپلو سیمو بې‌ځایه شوي. دغه‌راز یادو کډوالو په هر ځای کې نوی ژوند پیل کړی او د کور ټول وسایل یې په زاړه ځای کې پاتې شوي دي.

رفح هغه ښار دی، چې شاوخوا ۱.۵ میلیونه فلسطیني کډوالو د صهیونیستي رژیم له بریدونو پناه پکې اخیستې او د غزې له بېلابېلو سیمو ور کډوال شوي دي.