ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

حماس غورځنګ: په یوه ډلییز برید کې مو ۱۵ اسرائیلي پوځیان وژلي

د حماس غورځنګ نظامي شاخې (کتائب القسام) پرون ناوخته خبر ورکړی، چې په یو برید کې یې ۱۵ اسرائیلي پوځيان وژلي دي.

دوی زیاته کړې، چې دغه پوځيان د غزې په ختیځ کې په یو کور کې پټ وو.

صهیونست پوځ تر دا مهاله په روانه جګړه کې د خپلو ۶۳۰ سرتېرو وژل کېدل منلي دي، خو د حماس غورځنګ یو ویاند ابوعبیده د جمعې په ورځ په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي وو، چې په وروستیو لسو ورځو کې یې ۱۰۰ عرادې د اسرائیلي پوځيانو موتر په نښه او له منځه وړي دي.

همداراز د اسرائیلو صهیونست پوځ نن یکشنبې خبر ورکړی، چې دوه پوځيان یې د غزې په سویل کې له فلسطیني جهادي ډلو سره په جګړه کې وژل شوي دي.

پوځ زیاته کړې، چې دغو بربدونو کې درې نور عسکر یې سخت ټپیان هم دي.

بلخوا بیا د اسرائیلي صهیونست رژیم د دفاع وزیر بنی ګانتز خپل لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو ته د راتلونکې جون میاشتې تر اتمې نېټې وخت ورکړی، چې د روانې جګړې او تر جګړې وروسته د غزې د برخلیک په برخه کې کره تګلاره غوره کړي.

د ګانتز په پلان کې د اسرئیلي بندیانو خوشې کول، د غزې بې وسلې کول او دغه راز د دغې سیمې د کنټرول لپاره د امریکا، اروپا، عربي نړۍ او فلسطیني ځینو اړخونو، چې ښایي د محمود عباس اداره په کې شامله وي؛ ترمنځ د ایتلاف رامنځته کول شامل دي.

نوموړي خبرداری ورکړی، چې د مشخصې تګلارې د نه شتون په صورت کې به کابینه پرېږدي او له دندې به لاس په سر او د ژر ټاکنو په لاره اچولو لپاره به کار وکړي.

نتانیاهو د ګانتز غوښتنه رد کړې او دا یې د اسرئیلو ماتې، د حماس پرځای پاتې کېدل او د فلسطیني خپلواک حکومت رامنځته کېدل بللي دي.

ورته وخت کې د لومړي وزیر ځینو نورو سیاسي مخالفینو هم د نتانیاهو د لرې کېدو غوښتنه کړې ده.