د سوالګرو راټولولو او له سوالګرۍ څخه د مخنیوي قانون چې په یوې مقدمه، درې فصلونو او ۲۷ مادو کې ترتیب شوی، د امیرالمومنین حفظه الله تعالی په واسطه توشیح او د عدلیې وزارت لخوا په رسمي جریده کې خپور شو.
د دې قانون پر بنسټ، هغه اشخاص چې روغ رمټ او یا کاسب دي او د یوې ورځې لپاره خوراک ولري د سوالګرۍ عمل څخه منع شوي دي.
دغه راز د دغو اشخاصو په واسطه له ماشومانو، معلولوینو او معیوبو اشخاصو څخه ګټه اخیستل منع دي.
په دې قانون کې د حرفې په عنوان سوالګري، تنظیم شوې سوالګري او د سوالګرۍ تنظیم هم منع شوی او د ترسره کوونکي لپاره یې حبس په پام کې نیول شوی دی.
د دې قانون پر اساس د کورنیو چارو وزارت د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت په مشرۍ او د ۱۵ نورو ادارو د معینیتونو او ریاستونو په غړیتوب له سوالګرۍ څخه د مخنیوي کمېسیون رامنځته شوی دی.
دا کمېسیون د سوالګرو په راټولولو، د بېوزلو سوالګرو تثبیتولو، د سوالګرۍ عوامل ارزولو، د کورنیو او بهرنیو موسساتو، خیریه ادارو او اشخاصو د مرستو راجلبولو، د بېوزلو سوالګرو د استوګنې ځایونو څخه څارنه او په نورو تدابیرو مکلف دی.
دغه راز په دې قانون کې د بلوغ عمر څخه د کښته سوالګرو د ښوونې او روزنې، یتیم، کونډې او معلول سوالګر ته رسېدنه، د لاعلاجه ناروغ درملنه چې د خپل خپلوانو د سوالګرۍ لامل کېږي، د معتادو سوالګرو درملنه، د ښاروالي له لوري د کار استعداد لرونکو سوالګرو ګمارل او د مرستو په جلبولو ټینګار شوی دی.
د سوالګرو راټولولو او له سوالګرۍ څخه د مخنیوي قانون هغو سوالګرو لپاره چې د ترحم جلبولو په موخه له ماشوم، مجنون او معلول څخه ګټه اخلي، د دغه ډول سوالګرو تنظیم کوونکو او هغو اشخاصو لپاره چې د مرستې ترلاسه کولو څخه وروسته سوالګري کوي، حبس په پام کې نیولی دی.

