ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د مولوي بلال کریمي او د نیکاراګوا سفیر لیدنه؛ د دواړو هېوادونو د اړیکو په پیاوړتیا خبرې شوي

د اسلامي امارت لوی سفیر مولوي بلال کریمي په چین کې د نیکاراګوا هېواد له سفیر مایکل کمپبل سره د افغانستان سفارت په مقر کې لیدنه کړې.

مایکل کیمپل د اسلامي امارت لوی سفیر مولوي بلال کریمي ته په افغانستان کې د وروستیو سیلابونو له امله د اوښتو زیانونو په مناسبت د خپل هېواد د اولسمشر ډانیل اورټیګا لخوا د اسلامي امارت زعیم عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ القرآن والحدیث مولوي هبة الله اخوندزاده حفظه الله ته د تسلیت او خواخوږۍ رالیږل شوی لیک سپارلی او ویلي يي دي؛ په دې سختو شیبو کې د نیکاراګوا هېواد د خلکو او حکومت خواخوږي او همدردي د افغانستان له خلکو سره دی.

 ډانیل اورټیګا عالیقدر امیرالمؤمنین ته په راستولي لیک کې د تسلیت او همدردۍ له مراتبو وړاندې کولو سربیره له اسلامي امارت سره د ښو اړیکو ټینګولو او په مختلفو برخو کې د همکاریو لیوالتیا هم څرګنده کړې ده.

 مایکل کمپبل زیاته کړې؛ چې د نیکاراګوا خلکو هم د افغانستان په څیر د استعمارګرو پر ضد له سختې مبارزې وروسته خپلواکي ترلاسه کړې، چې دا د دواړو هېوادونو ترمنځ ګډه نقطه ده.

 مولوي بلال کریمي له سیلابځپلو سره د خواخوږۍ څرګندولو له امله مننه کړې او ویلي يي دي؛ د اولسمشر اورټیګا د تسلیت او خواخوږۍ لیک به خپل مشرتابه ته ورسوي او له خپله اړخه یې له یاد هېواد سره د ښو اړیکو ساتلو ډاډ ورکړی دی.

 نوموړي زیاته کړې؛ د لاتینې امریکا ټول هېوادونه ورته مهم دي خو د نیکاراګوا دغه لومړیتوب یو مثبت ابتکار دی او موږ یې ستایو.

ښاغلي کریمي همدارنګه له کمپبل سره د اسلامي امارت د بیرونۍ پالیسۍ او په افغانستان کې د شته حقیقتونو او پرمختګونو په اړه معلومات شریک کړي دي.

په پای کې د دواړو هېوادونو د اړیکو په پیاوړتیا ټینګار شوی.