د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیحالله مجاهد غور کې د وروستیو سیلابونو له زیانمنو شویو کورنیو سره د خواخوږي ترڅنګ له اړوند ادارو غوښتي، چې ژر تر ژره دې سیمې ته د ژغورنې او مرستو ټیمونه ولېږي.
ښاغلي مجاهد له هېوادولو هم غوښتي، چې د زیانمنو شویو کورنیو سره مرسته وکړي او د اسلامي امارت سره دې په همغږي له هېوادولو سره همکاري وکړي.
تېره ورځ غور کې د سېلابونو له امله ۵۰ کسان مړه شوي او ګڼ مالي زیانونه اوښتي دي.

