ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

بهرنیو چارو وزارت: اسلامي امارت له افغانستان سره د هېوادونو همدردي د قدر وړ بولي

افغانستان کې د وروستیو سیلابونو له امله، چې سلگونه هېوادوال شهیدان، په زرگونو كورونه ړنگ او لوی انساني ناورین رامنځ ته شو، په ځانگړې توگه د بغلان ولایت اوسېدونکو تر نورو سیمو او هېوادوالو ډېر زیان ولید، چې مرستې، لاسنیوي او رسېدنې ته یې اسلامي امارت د خپلو ټولو شته امکاناتو له مخې جدي کړنې او چټکې هڅې پیل کړې دي.

په ورته وخت کې د نړۍ او سیمې په کچه بېلابېلو هېوادونو او نړیوالو سازمانونو هم له افغانانو سره خپله خواخوږي او همدردي څرگنده کړې ده.

په دې لړ کې د قطر، متحده عربي اماراتو، سعودي عربستان، ‌کویټ، پاکستان، ایران، ترکیې، هند، د روسیې فدراتیف،‌ چین، ازبکستان، اذربایجان،‌ جاپان، مصر، جنوبي افریقا هېوادونو، د امریکا متحده ایالتونو او د ملگرو ملتونو او اسلامي همکاریو سازمانونو او اروپایې اتحادیې په افغانستان کې د رامنځ ته شوي انساني ناروین په اړه د خپلې خواخوږۍ احساس او غم شریکي څرگنده کړې ده.

د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د هېوادونو او نړیوالو همدردي او له افغانستان سره یې د خواخوږۍ دا احساس د تقدیر وړ بولي او د افغان ولس په استازولۍ يې مننه کوي.

انساني همدردي او خواخوږي ستونزو ته د ولسونو لاسرسی او د هغوی ډاډمنتیا شونې کوي او دا د نړیوالې اسلامي او انساني خواخوږۍ یو گډ احساس بولي.