د ارشاد، حج او اوقافو وزیر شیخ الحدیث سرمحقق قضاوتپوه دوکتور مفتي نور محمد ثاقب د اسلامي نړۍ د علماوو د مشورتي کنفرانس له پای ورورسته د ترکیې په استانبول ښار کې د مسلمانو علماوو د نړیوالې ټولنې مشر دکتور شیخ علي محی الدین القره داغي سره لیدنه کړې.
نوموړي د یادې اتحادیې له ريیس څخه افغانستان ته د پلاوي استولو له امله مننه کړې او د افغانستان له اسلامي امارت سره يې د دې اتحاديې د لا زياتو اړيکو غوښتنه کړې.
دغهراز په علمي او ښوونیزو برخو کې د ترسره شویو کارونو له امله یې قدرداني کړې.
ورپسې دوکتور شیخ علي القره داغي خبرې کړې او لومړی یې د اسلامي نړۍ د علماوو په مشورتي کنفرانس کې د ښاغلي ثاقب په شتون او راتگ خوښي څرګنده کړې او د دې اتحادیې د فعالیتونو په اړه یې د ارشاد، حج او اوقافو وزیر ته معلومات وړاندې کړي.
ښاغلي داغي ویلي، چې دغه اتحادیه د نړۍ د علماوو یوه لویه ډله لري او د نړۍ په څه باندې ۹۰ هېوادونو کې فعالیت او استازولي لري.
همدارنګه نوموړي خوښي څرگنده کړې، چې د افغانستان اسلامي امارت په راس کې علما کرام شتون لري.
دوکتور شیخ علي القره داغي د دیني او مدني برخو ستاینه کړې او له اسلامي امارت سره یې د دغې اتحادیې د اړیکو د ټینگښت په موخه د لا زیاتو همکاریو ژمنه کړې ده.
په دې لیدنه کې دواړو لورو په بېلابېلو موضوعاتو خبرې کړې او د ارشاد، حج او اوقافو وزارت او د علماوو اتحاديې ترمنځ يې د ديني او علمي همکاريو پر پياوړتيا ټينګار کړی.دغهراز راتلونکي کې یې په دې اتحاديې کې د افغان علماوو رول مثبت او اغېزناک بللی دی.

