ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د اسلامي امارت او د ملګرو ملتونو ادارو ترمنځ د همغږۍ د مشرتابه کچې ناسته؛ د افغانستان او ملګرو ملتونو د لومړيتوبونو شريکولو او همغږۍ په پياوړتيا خبرې شوي

په دې ناستې کې د اسلامي امارت له خوا د بهرنيو چارو وزارت ترڅنګ د کليو د بيا رغونې او پراختيا، اقتصاد، ماليې، کورنيو چارو، عامې روغتيا، کډوالو او راستنيدونکو چارو، کرنې او مالدارۍ، اوبو او برېښنا، صنعت او سوداګرۍ، اطلاعاتو او کلتور، پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت، معارف، شهداوو او معلولينو وزارتونو، د ښارواليو د چارو د انسجام رياست، کابل ښاروالۍ، او چاپيريال ساتنې ملي ادارې لوړپوړو استازو ګډون کړی وو.

همداراز پکې د ملګرو ملتونو د بشري او پرمختيايي مرستو د مسولينو ترڅنګ په افغانستان کې مېشتو د ملګرو ملتونو بېلابېلو ادارو (OCHA،  WFP، UNDP، UNICEF، UN Habitat، FAO، UNHCR، UNESCO، ILO، UNFPA، WHO، UNODC ) مسولينو، نړيوالو مو سسو  IRC، INTERSOS، NRC، ACBAR، DACAAR، ACF او د خصوصي سکتور لوړ پوړو استازو ګډون کړی و.

ناستې کې په بېلابېلو ډګرونو کې د افغانستان د خلکو پر اړتياوو او د اسلامي امارت پر لومړيتوبونو، په تېر يوه کال کې د ملګرو ملتونو له خوا شويو مرستو او راتلونکو پلانونو او د دواړو لورو ترمنځ د پریکړې او همغږۍ د پراختيا په اړه بحثونه شوي دي.

د بهرنيو چارو وزير مولوي امير خان متقي په خپلو خبرو کې ویلي؛ په هېواد کې د جګړې له ختمېدو وروسته اوس د دې وخت رارسېدلی چې ټولې هڅې د هېواد پر رغونې او پرمختګ متمرکزې شي.

نوموړي زياته کړې؛ سره له دې چې د افغانستان اسلامي امارت په خپل ټول توان هڅه کوي چې هېواد بېرته پر خپلو پښو ودريږي او په بشري او پرمختيايي ډګرونو کې ځان بساينې ته ورسيږي، مګر د ۴۰ کلنې جګړې له کبله د ويجاړ اقتصاد، سوونو زرو کونډو او يتيمانو او معلولينو، په ګاونډيو هېوادونو کې ميليونونو کډوالو، پر بهرنيو مرستو ولاړ صحي نظام، ميليونونو معتادينو، په ماينونو او ناچاودو مهماتو د هېواد د يوې لويې برخې ککړتيا او نورو په بڼه اوښتو زيانونو جبيره کول او پرله پسې وچکالۍ، زلزلو، سيلابونو، اقليمي بدلون او نورو طبيعي ناورينونو پر وړاندې غبرګون له پاره د حکومت اوسني مالي امکانات بس نه دي، او په لنډ مهال کې نړيوالو مرستو ته اړتيا پر خپل ځای پاتې ده.

ښاغلي مقتي ویلي؛ له نړيوالو مرستو څخه د اعظمي استفادې له پاره اړينه ده چې د مرستو نوعيت او د وېش بڼه د افغانستان د خلکو له اړتياوو او لومړيتوبونو سره سمه عياره شي.

د ملګرو ملتونو د بشري او پرمختيايي برخې مسول او د يوناما مرستيال انډريکا رتواتي، د ملګرو ملتونو فعاليتونو ته د ځغلنده کتنې ترڅنګ ویلي؛ ملګري ملتونو پر دې کار کوي چې د مرستو نوعيت د بشري مرستو ترڅنګ پرمختيايي مرستو ته واړوي او هغه ساحې يې په ګوته کړې چې د ملګرو ملتونو مرستې به پر هغو تمرکز کوي.

د ناستې په ترڅ کې د افغانستان اسلامي امارت او د ملګرو ملتونو ادارو استازو د لومړيتوبونو د شريکولو او همغږۍ د پياوړتيا په اړه خبرې شوي دي.

د ناستې په پای کې له طبيعي پېښو، په ځانګړې توګه په هېواد کې له وروستيو سېلابونو څخه اغیزمن شويو هېوادوالو اړتياوو ته د بیړنۍ رسېدنې، د همکارۍ او همغږۍ د شته روحيې پر ساتلو او زياتولو، له بشري مرستو څخه پراختیايي مرستو لور ته د حرکت، او د موضوعاتو د تفصيلي بحث له پاره د تخنيکي ميکانيزمونو پر رامنځ ته کولو هوکړه شوې.