د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظهالله له فرمان سره سم د امارت ۸ خپلواکې ادارې او بنسټونه له ځینو وزارتونو او عامه اداراتو سره مدغم شوي، چې د کار د ښهوالي، تنظیمي انفلاسیون او غیرې اړینو لګښتونو د مخنیوي په موخه یې ورته دندې درلودې.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، چې د یو شمېر ادارو یوځای کول د کارونو ښهوالي، بې ځایه لګښتونو او تنظیمي انفلاسیون د مخنیوي په موخه ترسره شوي دي.
۱- د تفتیش عالي اداره د معاونیت بست د احکامو او فرمانونو د څارنې او تعقیب له ریاست سره مدغم شوې.
۲- د افغانستان طبي عالي شورا د عمومي ریاست په بست کې د عامې روغتیا له وزارت سره مدغم شوې.
۳- د خوړو او درملو ملي اداره د معینیت په بست کې د عامې روغتیا له وزارت سره مدغم شوې.
۴- د اوسپنې پټلۍ اداره د معینیت په بست کې د ټولګټو له وزارت سره مدغم شوې.
۵- د تېلو او ګازو مرکزي او ولایتي لاربراتوارونه او تشکیلات یې د سټنډرډ او نورم له ملي ادارې څخه د مالیې وزارت د عوایدو او ګمرکاتو له معنیت سره مدغم شوي.
۶- د خوراکي توکو مرکزي او ولایتي لابراتوارونه او تشکیلات یې د سټنډرډ او نور له ملي ادارې څخه د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو له معینیت سره مدغم شوي.
۷- د حرفوي زدهکړو ادارې د کار او ټولنیزو چارو له وزارت سره مدغم شوي.
۸- د اولمپیک ملي کمېټه د بدني روزنې او ورزش له عمومي ریاست سره مدغم شوې او د اولمپیک، بدني روزنې او ورزش د عمومي ریاست په نوم نومول شوې ده.
د چارو پوهان د امارتي ادارو یو ځای کول مهم ګڼي ترڅو د تنظیمي انفلاسیون مخه ونیول شي او ډاډمن کاري چاپيریال رامنځته شي.

