د راپورونو پر اساس د سلواکیا پر لومړي وزیر رابرټ فیکو له پلازمېنې پراتیسلاوا بهر ډزې شوې او ټپی شوی دی.
د ښاغلي رابرټ مرستیال ویلي، چې د نوموړي ژوند له خطره ژغورل شوی.
نوموړی له نږدې د تفنګچې په پینځو مرمیو ویشتل شوی و، چې سملاسي روغتون ته ولېږدول شو او اوس یې روغتیا د ډاډ وړ ښودل شوې. د سلواکیا په لومړي وزیر برید کوونکی نیول شوی دی.

