د کور او ښار جوړولو وزیر شیخ حمدالله نعماني د ایران هېواد د یو ساختماني شرکت له مسولینو سره لیدنه کړې.
د یاد شرکت ویلي؛ چمتو یو چې افغانستان کې د سرپناه او ښاري پراختیا برخه کې پانګونه وکړي او په وینا یې یاده برخه کې د نورو یو شمېر هېوادونو پوره تجربه لري.
د کور او ښار جوړولو وزیر یادو پانګوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د سرپناه او ښاري پراختیا برخه کې د پانګونې په اړه هر اړخیز معلومات ورکړي دي.
شیخ حمدالله نعماني ډاډ ورکړی، چې د کور او ښار جوړولو وزارت ټولو کورنیو او بهرنیو پانګوالو ته د هېواد په ټولو ولایتونو کې د کورونو، ښارګوټو او ښاري پراختیا برخه کې د پانګونې لپاره اسانتیاوې برابرې کړي او ملاتړ یې کوي.
ښاغلي نعماني له ایراني پانګوالو غوښتي، چې خپلې غوښتنې او په افغانستان کې د پانګونې په پار دې لومړنۍ چارې په کابل کې د ایران له سفارت پیل کړي او ویلي يي دي، هغه پانګوال به د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ته ور وپېژني، چې د خپل شرکت په اړه یې بشپړ معلومات ورکړي وي او له هغه ځایه به د کور او ښار جوړولو وزارت ته راجع شي.
د یاد ساختماني شرکت مشر ویلي دي؛ د ایران په ګډون یې عمان، اوزبیکستان، عراق او نورو هېوادونو کې، د ښارګوټو، سړکونو، د اوبو د بندونو او نورو ساختماني پروژو کې کار کړی او پوره تجربه لري.
شیخ حمدالله نعماني څرګنده کړې؛ چې د کور او ښار جوړولو وزارت د روازې د ټولو داخلي او بیروني پانګوالو پر مخ پرانستې دي، اسانتیاوې یې ورته برابرې کړي او د هر هغه چا ملاتړ کوي، چې غواړي د یاد وزارت په اډانه کې د سرپناه، ښارګوټو او ښاري پراختیا برخه کې پانګونه وکړي.

