د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر خلیل الرحمن حقاني د ملګرو ملتونو اړوند بشري ادارو؛ اوچا، یونسیار، یونیسف، یواین ډي پي او ایف آی او، د شمالي زون له استازو سره د شیخ جلال سیلاب ځپلې سیمه کې لیدنه کړې.
خلیل الرحمن حقاني د یادو موسساتو له بشري مرستو مننه کړې او ویلي يي دي؛ ورستيو سیلابونو خلک له یوه ستر ناورین سره مخ کړي، چې بیړنیو بشري مرستو ته زیاته اړتيا لري.
نوموړي زیاته کړې؛ د سیلاب ځپلو ستونزو ته د ښه رسېدنې په موخه مختلفې کمېټې جوړې شوې، چې هره کمېټه په خپله برخه کې فعالیت کوي. موسسات او خیریه بنسټونه باید خپل فعالیتونه د اسلامي امارت سره په همغږۍ تر سره کړي، ترڅو ټولو زیانمنو شوو کورنیو ته په غوره توګه رسېدنه وشي.
د ملګرو ملتونو د مرستو همغږۍ ادارې، د شمال زون مسوولې ماریا پترا ویلي؛ مونږ سره د ملګرو ملتونو ټول مرستندویه کلسترونه راغلي او له سروې او پېژندې وروسته به له سکتوري ریاستونو سره په همغږۍ له سیلاب ځپلو سره دوامداره مرستې وکړو.

