ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

غزه کې د ملګرو ملتونو سازمان په کارکوونکو د اسرائیلي یرغلګرو برید؛ د ملګرو ملتونو سرمنشي دا برید غندلی

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش پر خپله اېکس پاڼه لیکلي؛ د اسرائیلي یرغلګرو له لوري غزه کې د دغه سازمان د کارکوونکو پر یوه موټر برید شوی، چې په پایله کې یې یو تن وژل شوی او یو بل ټپي دی.

ښاغلي ګوترېش د دغې پېښې د غندلو ترڅنګ ویلي، چې پر غزه د صهیونیستي رژيم د بریدونو د پيل راهیسې د دې سازمان شاوخوا ۱۹۰ کارکوونکي وژل شوي دي.

نوموړي یو ځل بیا د مرستندویه بنسټونو د کارکوونکو په خوندیتوب او غزه کې پر سمدستي اوربند ټينګار کړی دی.