صنعت او سوداګرۍ وزارت د صنعت اونۍ د نمانځنې په موخه پلازمېنه کابل کې د کانونو او صنایع خونې په همکاري د ثور میاشتې په ۲۳مه ۶ ورځنی ملي او نړیوال نندارتون پرانیست.
د کانونو او صنایع خونه وايي، چې د دې نندارتون له پرانیستې وروسته لسګونه دولتي او غیرې دولتو کسانو لیدنه ترې کړې او دا د افغان صنعت د پرمختګ او ودې لپاره ښه زېری دی.
د کانونو او صنایع خونې د مسولینو په وینا؛ له دې نندارتون څخه د اسلامي امارت د چارواکو او هېوادوالو لیدنه د افغان صنعت ودې او پرمختګ لپاره یو نوی باب پرانېزي او صنعتکارانو ته ډاډ ورکوي، چې هېوادوال د بهرنیو توکو پرځای په کورنیو تولیداتو زیات باور کوي.
په یاد ننداتون کې ګډونکوونکي افغان صنعتکاران وايي، چې د کورنیو تولیداتو د پېژندنې او ودې لپاره دغه ننداتون یو ښه فرصت دی.
د صنعت اونۍ په نندارتون کې د هېواد له بېلابېلو ولایتونو لسګونه کورنیو شرکتونو خپل تولیدات نندارې ته وړاندې کړي.
د دغه تولیدوونکو شرکتونو مسولین وايي، چې اوس افغانستان د بېلابېلو خوراکي توکو په برخه کې په ځان بسیا شوی او د ډېری یې له بهرنیو هېوادونو څخه واردولو ته اړتیا نشته.

