ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

غزه کې بشري ناورین؛ له تېرې اونۍ راهیسې له رفح ښاره شاوخوا ۳۰۰ زره فلسطینیان بې‌ځایه شوي

د فلسطيني کډوالو لپاره د ملګرو مرستندويه اداره(انراوا) وايي، چې له تېرې اونۍ راهیسې له رفح ښاره شاوخوا ۳۰۰ زره فلسطینیان بې‌ځایه شوي.

انراوا په جبري ډول د کډوالو په بې‌ځایه کولو اندېښنه ښودلې ده.

له بل لوري د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق یونیسف اعلان کړی، چې رفح ښار کې ۶۰۰ زره ماشومان ژوند کوي او د تګ او بې‌ځایه کېدو لپاره هېڅ خوندي ځای نه لري.

یونیسف ټینګار کړی، چې د غزې ټول ماشومان د وژنو او جګړې په سیوري کې رواني او ټولنیز ملاتړ ته اړتیا لري.

ګڼو نړیوالو ادارو او د بشري حقونو سازمانونو څو ځلې اسرائیلو ته خبرداری ورکړی، چې پر رفح ښار د برید پیل به ناوړه انساني پایلې ولري.

له دې خبرداریو سره سره صهیونیستي رژیم د غزې په شمال او جنوب کې بریدونو ته زور ورکړی او له رفح ښاره ۳۰۰ زره پناه اخیستونکي فلسطینیان په جبري ډول ایستل شوي دي.

رفح هغه ښار دی چې له ۱.۴ میلیونه زیاتو ملکي وګړو پناه پکې اخیستې ده.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیوګوتریش یو ځل بیا په سملاسي اوربند ټینګار کړی.

له بل لوري مصر اعلان کړی، چې د جرمونو په نړیواله محکمه کې د اسرائیلو له لوري د نسل وژنې په قضیه کې له جنوبي افریقا سره یو ځای کېږي.