ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي عبدالسلام حنفي د صنعت ملي او نړیوال نندارتون کې؛ افغانستان د صنعتي تولیداتو لپاره مهم او غني عوامل لري

د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د صنعت اونۍ ملي او نړیوال نندارتون کې چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت له لوري جوړ شوی و، ګډون او وینا کړې.

د ریاست الوزرا اداري مرستیال په پیل کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت مسولینو، خصوصي سکتور او ملي سوداګرو څخه د دې نندارتون د جوړولو له امله مننه کړې.

وروسته یې په مختلفو ولایتونو په ځانګړي ډول بغلان ولایت کې د سېلابونو له امله په رامنځته شویو ځاني او مالي تلفاتو خواشیني ښودلې، د شهیدانو وارثینو، کورنیو او ټول افغان ملت سره یې غمشریکي کړې، د الله (ج) له دربار څخه یې ټپیانو ته د عاجلې روغتیا دعا کړې او له ټولو ملي سوداګرو او په کور دننه او بهر یې له ټولو افغانانو چې مالي توان لري غوښتي، ترڅو د دې پېښې له زیانمنو سره تر خپلې وسې همکاري وکړي.

د ریاست الوزرا اداري مرستیال ویلي؛ د صنعت وده د یوه هېواد د اقتصادي پراختیا لپاره ځانګړی او مهم ځای لري او دا به د نورو اقتصادي سکتورونو په ځانګړي ډول د کرنې د ودې زمینه برابره کړي.

ښاغلي حنفي څرګنده کړې، په افغانستان کې صنعتي فعالیتونه په منظم او ماډرن ډول په لومړي ځل په ۱۳۵۳ کال کې د کابل ښار په پلچرخي سیمه کې پیل شول او له هغه وروسته افغانستان مختلف اقتصادي سیاستونه تجربه کړل او دې کار متأسفانه نه یوازې له دې برخې سره مرسته ونه کړه، بلکې صنعت او صنعتکارانو ته یې زیاتې ستونزې هم رامنځته کړې.

نوموړي زیاته کړې، دا مهال د مرکز او ولایتونو په صنعتي پارکونو کې ټول کورني او بهرني شرکتونه په مختلفو صنعتي او تولیدي برخو کې خپل فعالیتونه ترسره کوي او زرګونه کسانو ته یې د کار زمینه برابره کړې ده.

مولوي عبدالسلام حنفي ویلي؛ د صنعت برخه په ملي ناخالص تولید یا جي ډي پي کې مهم رول او د صنعت پیاوړتیا په هېواد کې د کارموندنې لپاره ځانګړی اهمیت لري.

نوموړي څرګنده کړې، دا ډېره مهمه ده چې د یو هېواد صنعت د کیفیت او قېمت له نظره سیالي وکړی شي، نو په همدې بنسټ د صنعت د ودې لپاره د کار مناسب چاپېریال، نوې علمي ټکنالوژۍ او نوښت او نوي متخصص کاري ځواک ته لاسرسی مهم دی.

د ښاغلي حنفي په وینا، افغانستان د صنعتي تولیداتو لپاره مهم او غني عوامل لري، چې کولای شي په سیمه کې په یوه مهم صنعتي مرکز بدل شي.

اداري زیاته کړې، د افغانستان اسلامي امارت په ټوله معنی د خپل صنعت او کورنیو تولیداتو ملاتړی دی او په دې برخه کې به ټولې لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.

اسلامي امارت د صنعت په برخه کې کوټلي ګامونه پورته کړي دي او په راتلونکې کې به هم د صنعت د پیاوړتیا او د افغانستان د اقتصادي ودې لپاره چې هر ډول اسانتیاوې لازمي وي د ملت، سوداګرو او صنعتکارانو لپاره برابرې کړي.