ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رییس: د اقلیمي بدلون ځنډول شوو پروژو د بیا پیل په هڅه کې یوو

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رییس حافظ عزیز الرحمن د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام (UNDP) له مسول سټیفن او مل پلاوي سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې د یادې ادارې یو شمېر رییسانو او متخصصینو هم ګډون کړی و، چې د بېلابېلو چاپېریالي موضوعاتو په هکله هر اړخیز خبرې شوي.

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رییس ویلي؛ افغانستان د اقلیمي بدلون څخه اغېزمن هېواد دی او د اقلیمي بدلون د ناوړه اغېزو زیانونه په مستقیم ډول په عامو خلکو او محلي ټولنو اغیزه کوي.

نوموړي زیاته کړې؛ د اقلیمي بدلون ننګونو ته د رسېدو لپاره ګډو کړنو ته اړتیا ده، ځکه اقلیمي بدلون یوه نړیواله مسله ده، که چېرې افغانستان سره په دې برخه کې همکاري ونشي، نو نړیوال به هم ترې خوندي نه وي او بیا به یې جبران نا ممکن وي.

ښاغلي حافظ د اقلیمي بدلون او نورو اړونده برخو کې د ځنډول شوو پروژو په اړه بشپړ معلومات وړاندي کړي او له (UNDP) مسول څخه یې غوښتي، چې د ملګرو ملتونو پراختیایې پروګرام دې په یاده برخه کي اغیزمن ګامونه پورته کړي.

نوموړي ويلي؛ د چاپېریال ساتنې ملي اداره د اقلیمي بدلون سره د سازښت او مبارزې په برخه کې له نړیوالو موسسو او بنسټونو سره هر ډول کارکولو ته ژمنه ده او یادې ادارې متخصصین به ورسره د کارونو په پرمخ وړلو کي وږه په وږه کارکوي.

 د چاپېریال ساتني ملي ادارې عمومي رییس د ملګرو ملتونو پراختیایې پروګرام د (UNDP) له مشر څخه غوښتي، چې د لنډمهاله پروژو پرځای د اوږد مهاله او بنسټیزو پروژو پلي کولو ته زمینه برابره کړي.

نوموړي ټینګار کړی؛ چې چاپېریالي مسایل باید سیاسي نه شي او د اقلیمي بدلون سره د مبارزې په برخه کې د افغانستان ځنډول شوې پروژې دې ژر تر ژره پیل شي، ځکه دا د افغانستان مسلم حق دی.

د ملګرو ملتونو د پراختیایې پروګرام د (UNDP) مسول سټیفن د خپلو خبرو پرمهال ژمنه کړې، چې د دې ادارې د ځنډول شوو پروژو د بیا پیل لپاره هڅي ګړندې شوي او هیله مند دی، چې ځنډول شوې پروژې به ژر پیل کړل شي.

نوموړي ویلي؛ د اقلیمي بدلون او چاپيریال اړوند مسایل سیاسي نه دي او موږ به کوښښ وکړو، چې نړیوال ډونران په افغانستان کې د اقلیمي بدلون اړوند پروژو پلي کولو ته وهڅوو او تمرکز به مو په افغانستان کي پر اوږدمهاله او بنسټیزو پروژو وي.

سټیفن زیاته کړې؛ هڅي مو پیل کړي چې د اقلیمي بدلون په تړاو نړیوال کنفرانس یا کاپ ۲۹ چې په راتلونکي کې اذربایجان هېواد کي جوړیږي افغانستان ته رسما بلنه ورکړل شي او په دې سره وکولی شو ټولې هغه پروژې چې دا مهال د سیاسي ملحوظاتو پربنسټ  ځنډول شوي پیل کړل شي.