ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د رياست الوزرا اداري مرستيال: د ټولنیزې هوساینې رامنځته کول د اسلامي امارت مسولیت دی

د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په بېلابېلو لیدنو کې د پکتیکا ولایت مرستیال والي او د یاد ولایت علماوو او مخورو سره لیدنه کړې
په لومړۍ لیدنه کې د پکتیکا مرستیال والي مولوي مخدوم عبدالسلام سعادت د یاد ولایت د ټولنیز او اقتصادي وضعیت او محلي حکومتولۍ او همداراز د ځایي ادارو د فعالیتونو او کړنو په اړه د ریاست الوزرا اداري معاونیت ته راپور ورکړی.
نوموړي ویلي، مجاهدین او د اسلامي امارت مسولین په یاد ولایت کې د امنیت ټینګښت او د خلکو د ستونزو لمنځه وړو لپاره تل هڅې کوي.
د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په یاده لیدنه کې د خوښۍ څرګندولو ترڅنګ، د پکتیکا ولایت د مسولینو کړنې ستایلي.

همدارز نوموړي په یوه بله لیدنه کې د یاد ولایت چهاربران ولسوالۍ يو شمېر علماوو او مخورو سره لیدنه کړې.
په یاده لیدنه کې، مولوي عبدالله مفتون د نورو په استازیتوب خبرې کړي او د یاد ولايت د ټولنيز او اقتصادي وضعيت او محلي حکومتولۍ په اړه يې د رياست الوزرا اداري معاونیت ته معلومات ورکړي.
نوموړي زياته کړې، د اسلامي امارت مجاهدينو د زيار او قربانيو په پایله کې په یاد ولايت کې امنيت په بشپړ ډول ټینګ شوی دی او ځايي مسولين خلکو ته د خدمتونو وړاندې کولو او د هغوی د ستونزو لمنځه وړلو لپاره هڅه کوي.
دغه راز مولوي عبدالله مفتون د اسلامي امارت رهبرۍ څخه غوښتي، په لرې پرتو سیمو کې د مدارسو، ښوونځيو او کلينيکونو جوړولو او د انکشافي پروژو پلي کولو ته ځانګړې پاملرنه وکړي.
د رياست الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي ویلي، د سرتاسري امنیت ټینګښت او خلکو ته د هوساينې او لازمو اسانتياوو رامنځته کول د اسلامي امارت له مسولیتونو څخه دي او په دې برخه کې به له هېڅ ډول هڅو درېغ ونه کړي.
نوموړي زیاته کړې، اسلامي امارت به د خپلو امکاناتو په چوکاټ کې یادو وړاندیزونو ته رسېدنه وکړي او همداراز له ټولو مجاهدینو او مسولینو څخه یې غوښتي، د سراسري امنیت ټینکښت په برخه کې لا زیاتې هڅې وکړی.