د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ ادارې (اوچا) عملیاتي رییسې ادیم وسورنو د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي سره لیدنه کړې.
په پیل کې ادیم د هېواد په مختلفو برخو کې د وروستیو سیلابونو په اړه خپله غمرازي شریکه کړې او هوډ یې څرګند کړی، چې هرڅه ژر به خپل ټیمونه زیانمنو شوو سیمو ته ولیږي.
نوموړې همداراز د اسلامي امارت او د ملګرو ملتونو د ادارو ترمنځ د همغږۍ کمیټې د رامنځ ته کولو په برخې کې د بهرنیو چارو وزارت له هڅو مننه کړې.
مولوي امیرخان متقي د مرستو په جلب او همغږۍ کې د اوچا له هڅو مننه کړې او په هېواد کې يې وروستيو سېلابونو ته په اشارې سره ویلي؛ په داسې حال کې چې افغانستان د اقلیم په خرابۍ کې هیڅ ونډه نه لري، خو له دغې پديدې څخه تر ټولو زیات متضرر شوی.
نوموړي هغه هېوادونه د اقليمي بدلون د ناوړه اغېزو مسوليت اخيستنې ته رابللي چې د اقلیم په خرابۍ کې لويه ونډه لري، خو د زيان د جبيرې په برخه کې هیڅ نه کوي.
د بهرنیو چارو وزیر ویلي؛ غواړم ستاسې له لارې دا پیغام ورسوم چې افغانستان چې څومره زیانمن شوی هغومره مرستې ته اړتیا لري او باید په نړیوالو اقلیمي غونډو کې یې دریځ واورېدل شي او د اقليمي بدلون اړوندو مالي صندوقونو ته لاسرسی ولري.
ښاغلي متقي زیاته کړې؛ وروستیو سیلابونو څپه ډېره زیاته ویجاړوونکې ده، او پراخې مرستې ته اړتیا لري.
نوموړي زیاته کړې؛ سره له دې چې اسلامي امارت د خپلو خلکو د لاسنیوي له پاره خپل ټول امکانات په کار اچولي، خو د پیښې پراختیا ته په کتلو په کار ده، چې په دې اړه نړیوال او مرستندویه سازمانونه هم خپل مسولیت سر ته ورسوي او بیړنۍ رسېدنه وکړي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازي ویلي؛ موږ تل ستاسې غږ تر نړیوالو رسولی چې افغانستان تر ټولو زیات زیانمن شوی او تر ټولو زیات اړتیا لري، او هڅه مو کړې او کوو یې چې هیڅ وخت بشري مرستې او سیاسي موخې سره ونه تړل شي.

