ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د اوزبیکستان ترانسپورټ وزیر د مولوي عبدالکبیر سره په لیدنه کې؛ افغانستان کې د اسلامي امارت په ملتیا اوږد مهاله اقتصادي پروژې پیلوو

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د اوزبیکستان د ترانسپورټ وزیر الهام محکموف په مشرۍ د ياد هېواد لوړ پوړی پلاوي سره لیدنه کړې.

د اوزبیکستان د ترانسپورټ وزیر کابل ته د یاد پلاوي د راتګ موخه د افغانستان او اوزبیکستان د سوداګریزو اړیکو پراختیا، د پخوانیو تړونونو د عملي چارو پیل، په افغانستان کې د اوزبیکستان خصوصي سکتور او حکومت نوې پانګونه او په یو شمېر نورو برخو کې د نویو تړونونو لاسلیکول یاد کړي.

په راغلي پلاوي کې د اوزبیکستان پر ترانسپورټ وزیر سربېره د افغانستان لپاره د یاد هېواد د ولسمشر ځانګړی استازی عصمت الله ایرګاشوف، د دې هېواد د رېل پټلۍ او د پانګونې ادارو مرستیالان او د رېل پټلۍ په برخه کې د تاشکند تخنيکي ډله شامله او یو تن افغان پانګه وال هم شتون درلود.

د اوزبیکستان د ترانسپورټ وزیر الهام محکموف د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال سره په افغانستان کې د وروستیو سېلابونو له امله په اوښتې مرګ ژوبلې او زیانونو خواخوږي څرګنده کړې او زیاته کړې یې ده، تاشکند له افغانانو سره خپلو مرستو او همکاریو ته دوام ورکوي.

نوموړي ویلي، اوزبیکستان له افغانستان سره د دوه اړخیزه سیاسي او اقتصادي اړیکو پراختیا ته ژمن دی او زیاته کړې یې ده، د اوزبیکستان د تخنیکي ډلې د راتګ موخه په افغانستان کې د اقتصادي فرصتونو موندل او د افغان – ټرانس رېل پټلۍ د عملي چارې پیل دی.

الهام محکموف زیاته کړې؛ د کابل او تاشکند د ترانسپورټ او سوداګرۍ راکړې ورکړې کچه اوه برابره لوړه شوې ده او هڅه کوو د اسلامي امارت اړوندو ادارو سره په همغږۍ او همکارۍ د حیرتان بندر کاري مهال وېش ۲۴ ساعتونو ته لوړ کړو.

 نوموړي څرګنده کړه، هېواد يې د افغانستان له امن څخه پوره ډاډمن دی او غواړي د اسلامي امارت په ملتیا اوږد مهاله اقتصادي پروژې پیل کړي.

 پر حکومت سربېره مو پانګه وال هم حاضر دي د نفتو په ویستنې او نورو کاني برخو کې پانګونه وکړي.

د اوزبیکستان د ولسمشر ځانګړي استازي د یاد هېواد لخوا په افغانستان کې له ډبرو سکرو د برېښنا تولید او سمنټو په برخه کې د پانګونې یادونه کړې او ویلي یې دي، د دواړو لوریو همکاري کولای شي لا زيات اقتصادي فرصتونه رامنځته او د سیمې په کچه د افغانستان ترانزیټ ته وده ورکړي.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال ویلي؛ اسلامي امارت له اوزبیکستان سره په سیاسي، اقتصادي او فرهنګي برخو کې د اړیکو پراختیا ته پوره چمتووالی لري.

مولوي عبدالکبیر دا ډول ناستې او د پلاویو تګ راتګ د سیاسي پرمختګونو او سوداګرۍ لپاره ګټور بللی او راغلي پلاوي ته يې ډاډ ورکړی، چې افغان حکومت د پانګونې په موخه بهرنیو سوداګرو او په ځانګړي ډول د اوزبیکستان پانګه والو ته هر راز اسانتیاوې برابروي.

مولوي عبدالکبیر افغان – ټرانس پروژه پر کابل او تاشکند سربېره د ټولې سیمې په ګټه بللي او زیاته کړې یې ده، اسلامي امارت هڅه کوي منځنۍ او سویلي اسیا د رېل پټلۍ او سړک پر مټ سره وتړي او په دې برخه کې د اوزبیکستان همکاري خو را اغېزناکه ده.

دغه راز نوموړي د کابل او تاشکند ګډې هڅې د سیمې د ثبات تر څنګ د اقتصادي ودې لپاره مهمې بللي.

سیاسي مرستیال همداراز پانګه وال په هېواد کې لا زياتې پانګونې ته هڅولي او ویلي یې دي، اسلامي امارت ټولو سوداګرو او پانګه والو ته د قدر په سترګه ګوري او حکومت د هغوی د امنيت او پانګې تضمين کوي.