مرغان د ایکوسیسټم او چاپېریال له مهمو او بنسټیزو برخو څخه دي؛ نو دې اهمیت ته په کتو د کډوالو مارغانو په هکله د خلکو د عامه پوهاوي کچې لوړولو په موخه د ثور میاشتې درېمه اونۍ د کډوالو مرغانو نړیوالې ورځې په توګه نومول شوې او په نړیواله کچه نماځل کیږي.
کډوال مارغان د ټولو هېوادونو له ګډو طبیعي مراثونو څخه دي، چې په وچو دښتو، غرنیزو سیمو، ساحلونو، سیندونو او ډنډونو کې اوسيږي او د خوندي سیمو موندلو، د نسل د تولید او اقلیمي بدلون له امله له یوه ځای څخه بل ځای او یا له یوه هېواده بل هېواد ته کډوال کیږي.
د مرغانو کډوالي هغه منظم موسمي سفرونه دي، چې د مرغانو مختلف ډولونه یې د خوړو او خوندي ځای موندلو لپاره له یوه ځای نه بل ځای ته کوي.
له همدې امله یاد مارغان د کډوالۍ پر مهال خوندي ځایونو ته اړتیا لري چې تغذیه شي او نسل تولید کړي؛ نو هر هېواد باید کډوالو مرغانو ته مناسب او خوندي ځایونه برابر کړي.
د ژوند بڼو نړیوالو کنوانسیونونو ارزونې ښیي چې د اقلیمي بدلون ناوړه اغېزو له امله د کډوالو مرغانو ډیر پټنځایونه له منځه تللي او یا هم د ویجاړیدو په حال کې دي، چې په ټوله کې اقلیمي بدلون د ژوند بڼو لپاره لوی ګواښ دی.
د کډوالو مارغانو د ساتنې په تړاو نړیوال اهمیت ته په کتو چې بنسټیزه موخه یې د کډوالو مارغانو په ځانګړې توګه هغه ډولونه چې نسل یې د ورکېدو له ګواښ سره مخ دی، د هغو هېوادونو په قلمرو کې چې ګډوال مرغان یې پر فضا تیریږي، د عدلي او قضایي ارګانونو په شمول یې ټول وګړي د یادو مارغانو په ساتنه کې مکلف دي او باید د ساتنې لپاره یې پوره هڅې او بشپړه همکاري وکړي.
د چاپېریال ساتنې ملي اداره ټولو قدرمنو هېوادوالو ته سپارښتنه کوي، چې د افغانستان اسلامي امارت د لارښونو او احکامو اړوند په ټول افغانستان کې د وحشي ژوو سوداګري، پېر او پلور، لېږد، قاچاق او ښکار منع دی.
د مارغانو او وحشي ژوو په ساتنه کې باید ټول هېوادوال خپل دیني او ملي مسولیت ادا کړي او د بېرحمانه ښکار، پېر او پلور او ناقانونه سوداګرۍ څخه دې ډډه وکړي.
د کډوالو مرغانو نړیوالې ورځې په تړاو د چاپېریال ساتنې ملي ادارې اعلامیه!

