ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا د کمېټو ورځنی کاري راپور

د  جمعې ورځ، د ۱/۱۱/۱۴۴۵ هـ ق نېټه چې ۲۱/۲/۱۴۰۳ هـ ش نېټې سره سمون خوري.

د هېواد له مختلفو لارو څخه افغان کډوال راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمتونه وړاندې شوي.

بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:

ننـــــــــګرهــــــار

تورخم ډېورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د تورخم له لارې ۵۱ کورنۍ هېواد ته راستنې او د یادو کورنیو ۲۸۷ تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له تورخم څخه ۳۴ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۲۰۵ تنه و، کونړ، ننګرهار، لغمان او کابل ولایتونو ته په خوندي توګه لېږدول شوي او یادو کورنیو ته ۱۵۴ زره او ۲۰۰ افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۴۷ کورنیو سره مرسته وشوه چې ټولې۳۸۲ زره افغانۍ کیږي.

د خدمتونو او روغتیايي چارو کمېټه:

د تورخم په عمري کمپ کې راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمتونه وړاندې شوي:

مخابرات: راستنو شویو کډوالو ته ۱۴۸ عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم په‌کې فعاله وې، وېشل شوي دي.

د کارموندنې کمېټه:

د کارموندنې کمېټې په تورخم کې یو تن د وړې دورې فارغ، یو تن دیني عالم، ۳۳ تنه غریبکار او ۳۵ تنه حرفه يي او مسلکي کسان، چې ټول ۷۰ تنه کیږي، ثبت کړي دي.

یادې کمېټې په تورخم کې ۱۸۱ تنه ماشومانو ته د چاودیدونکو توکو، پاکوالي، ماشوم ساتنې او د افغانستان په اړه عامه پوهاوی ورکړی او یادو ماشومانو ته د رواني سلامتیا په موخه د لوبو تفریحي پروګرامونه هم برابر شوي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

په تورخم کې د تېر په څېر کډوالو ته عامه پوهاوی ورکړل شوی.

یادو کډوالو ته د دوی د ثبت، لېږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شوی.

کنــــــــــــــدهار

سپین بولدک ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د سپین بولدک له لارې ۳۵ کورنۍ چې د غړو شمیر یې ۱۱۴ تنه کیږي، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه

له سپین بولدک څخه دوه کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۶ تنه و، هلمند او غزني ولایتونو ته په خوندي توګه ولېږدول شوې او پینځه زره افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري په تخته پل کمپ کې له ۳۵ کورنیو سره ټولې۳۱۲ زره افغانۍ مرسته شوې.

د لنډمهالې مېشتېدنې کمېټه:

د پنجشنبې او جمعې په ورځ ۷۲ کورنۍ د تخته پل د مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې مېشتې کړل شوې.

د کار موندنې کمیټه:

د کارموندنې کمېټې په سپین بولدک کې یو تن د بکلوریا سند لرونکی، یو تن لیسانس، یو تن حافظ، دوه تنه د وړې دورې فارغان، درې تنه دیني عالمان، ۶۸ تنه غریبکار او ۲۵ تنه حرفه‌يي او مسلکي کسان چې ټول ۱۰۱ تنه کیږي، ثبت کړي دي.

نیمروز

ورېښمو لار

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو له لارې ۶۹ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۳۱۵ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوې دي او همدا راز ۲۱۶۵ تنه مسافر هېواد ته راغلي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۲۴ کورنیو سره ټولې۲۰۶ زره مالي مرسته شوې.

د لنډمهالې مېشتېدنې کمېټه:

د پنجشنبې او جمعې په ورځ په نیمروز کې ۱۴۵ کورنۍ چې د کورنۍ دغړو شمیر یې ۶۸۲ تنه کیږي، د مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې ځای پر ځای شوي دي.

د خدمتونو او روغتیايي چارو کمېټه:

په نیمروز کې راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمتونه وړاندې شوي دي:

مخابرات: راستنو شویو کډوالو ته ۶۹ عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم په‌کې فعاله وې، وېشل شوي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې کډوالو ته عامه پوهاوی ورکړل شوی:

یادو کډوالو ته د دوی د ثبت، لېږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شوی.

هـــــــرات

اسلام کلا

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د اسلام کلا له لارې ۴۷ کورنۍ چې د غړو شمیر یې ۸۳ تنه کیږي، هېواد ته راستنه او ثبت شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري اسلام کلا کې له ۶۲ کورنیو سره چې د غړو شمیر یې ۴۲۸ زره تنه کیږي، مرسته شوې.

د لنډ مهاله مېشت کولو کمېټه:

د هرات په اسلام کلا کې ۱۰۷ کورنۍ د مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې ځای پر ځای شوې.

د ټولو کمېټو د بېلا بېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:

ثبت شوي کډوال: ۲۲۰ کورنۍ، ۷۹۹ وګړي

لېږدول شوي کډوال: ۳۶ کورنۍ، ۲۲۱ وګړي

مرسته شوي کډوال: ۱۶۸ کورنۍ

لنډمهالي مېشت شوي کډوال: ۳۲۴ کورنۍ

وېشل شوي سیمکارتونه: ۲۱۷ عدده