ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د صهیونیستي رژیم د وحشتونو دوام؛ تېره ورځ د غزې په بېلابېلو سیمو کې ۴۰ فلسطینیان شهیدان شوي

د راپورونو له مخې تېره ورځ پر غزه د اسرائیلي یرغلګرو د هوایي بریدونو له امله شاوخوا ۴۰ تنه فلسطینیان شهیدان شوي.

په دغه بریدونو کې د جبلیه کډوالو کمپ کې د سیمه‌ییز خبریال بهاء عکاشه پر کورهم برید شوی، چې له امله یې دغه خبریال، مېرمن یې او یوه زوی یې شهیدان شوي دي.

د یادونې وړ ده، چې پر غزه د صهیونیستي رژیم د بریدونو له پیل راهیسې تر دې دمه په غزه او لویدیځه غاړه کې د ۱۴ زره او ۶۱۴ ماشومانو په ګډون له ۳۵ زرو څخه زیات فلسطینیان شهیدان شوي او څه باندې ۸۳ زره نور ټپیان دي.