ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

له امنیت شورا د ملګرو ملتونو عمومي شورا غوښتنه؛ فلسطین دې د یوه خپلواک هېواد په توګه په رسمیت وپېژندل شي

د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ د يوه پرېکړه‌لیک په تصویبولو سره له امنیت شورا غوښتي، چې د یوه خپلواک هېواد په توګه د فلسطین په رسمیت پيژندنه دې له سره کتنه وکړي.

یاد پرېکړه‌لیک کې دغه راز راغلي، چې فلسطین باید د ۱۹۴م هېواد په توګه د ملګرو ملتونو سازمان رسمي غړی شي.

ورته مهال د اروپایي ټولنې د بهرنیو اړیکو مسول جوزیف بورل یوې اروپایي رسنۍ سره په خبرو کې ویلي؛ ښایي اسپانیا، ایرلنډ، سلوانیا او یوه شمېر نور هېوادونه هم د یوه خپلواک هېواد په توګه د فلسطین د رسمیت پیژندلو پلان د روانې مې میاشتې په ۲۱مه نیټه اعلان کړي.