ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

ننګرهار کې د څه باندې یو میلیون ډالرو په ارزښت پروژه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر ملا عبداللطیف منصور په شتون کې د ننګرهار ولایت په بالا کوټ ولسوالۍ کې یوه پروژه د یو میلیون او ۱۰۰ زره ډالرو په ارزښت، چې پکې سربند او د اوبو لګولو یو کانال شامل دی، ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر ملا عبداللطیف منصور د ننګرهار ولایت په بالا کوټ ولسوالۍ کې د سربند، کانال او د اوبو د ذخیره کولو حوض یوه ټولګټه پروژه د یوې غونډې په ترڅ کې د ننګرهار د والي، سیمه ییزو مسولینو او د دغه ولایت د مشرانو په شتون کې چې د جاپان هېواد د پې، ایم، ایس موسسې له لوري پلې شوې ده، ګټې اخیستنې ته وسپارله.

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د دغې پروژې په پرانیست غونډه کې د سرسبزي او د اوبو د مدیریت په برخه کې د هغې ارزښت ته اشاره کړې او د یادې موسسې فعالیتونه یې د قدر وړ بللي.

نوموړي زیاته کړې، اسلامي امارت په هېواد کې د رېښتینو خدمتونو وړاندې کولو ته ژمن دی او د افغانستان له پتمنو خلکو څخه هم تمه ده، چې د دښمنانو د تبلیغاتو په وړاندې وېښ او له اسلامي امارت سره همکار ووسي.

د یادونې وړده، چې د دغې پروژې په پلي کولو سره ۶۰۰ جریبه ځمکه په تلپاتې توګه او دوه زره او ۲۵۰ جریبه ځمکه په موسمي ډول تر اوبو لګولو لاندې راغلې، چې شپږ زره کورنۍ به په مستقیم او غیر مستقیم ډول ورڅخه برخمنې شي.