ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د نړۍ په بېلابېلو برخو کې د فلسطینیانو په ملاتړ لاریونونه؛ وینزویلا ته هم پراخه شوي

غزه کې د فلسطیني وګړو د نسل‌وژنې او صهیونیستي رژیم پر ضد د امریکایي او اسټرالیایي پوهنتونونو محصلینو د لاریونونو پر دوام، تازه د وینزویلا په پلازمینه کاراکاس کې هم زرګونه محصلینو د فلسطینیانو په ملاتړ ورته لاریونونه پیل کړي.

یادو لاریون‌‌کوونکو د صهیونیستي رژیم د بریدونو او نسل وژنې پر وړاندې شعارونه ورکړي دي.

له بل لوري د نیویارک ښار پولیسو د کولمبیا پوهنتون له یوې څانګې لسګونه فلسطیني پلوه لاریون‌کوونکي نیولي.

دغه‌راز کالیفورنیا پوهنتون کې لاریونونه په تاوتریخوالي اوښتي او د مخالفینو او اعتراض کوونکو تر منځ نښتې شوې دي.

د دې تر څنګ په بېلا بېلو پوهنتونو کې ګڼ شمېر لاریون کوونکي نیول شوي. د ورستیو شمېرنو له مخې د تېرې شنبې په ورځ ۲۳ محصلین په انډیا پوهنتون کې، ۱۰۲ د بوسټن په نورډ ایسټرن پوهنتون کې او ۶۹ نور بیا د ایروزونا ایالت په پوهنتون کې نیول شوي دي.

د یادوونې وړ ده، چې د امریکا په ډېری پوهنتونونو کې له شاوخوا دوو اونیو راهیسې پراخ لاریونونه پیل او نورو پوهنتونونو او سیمو ته خپاره شوي. یادو لاریون کوونکو غزه کې د اوربند او له اسرائیلو سره د امریکا پوځي مرستو د بندېدو غوښتنه کوي.