ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو د نندارتون په اړه د رییس الوزرا پیغام!

د کرنیزو او مالدارۍ د محصولاتو د نندارتون په اړه د افغانستان اسلامي امارت د رییس الوزرا پیغام

الحمد لله و کفی و الصلوة و السلام علی عباده الذین اصطفی. اما بعد: درنو هېوادوالو او په خاص ډول د کرنې او مالدارۍ د برخې قدرمنو منسوبینو!

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

ډیر د خوښۍ او شکر ځای دی، چې په هېواد کې د څلور نیمو لسیزو له غمیزو وروسته سرتاسري امنیت او د ډاډ او خوښۍ فضا رامنځته شوې او زموږ حکومتي ادارې او عام هېوادوال د هېواد د پرمختګ، اقتصادي پراختیا او ښیرازۍ لپاره هڅې کوي.

د کرنیزو او مالدارۍ د محصولاتو دغه نندراتون د دې یوه ښه بیلګه ده، چې د هېواد د کروندګرو، مالدارانو او یاد سکتور نورو منسوبینو په نه ستړي کیدونکو هڅو او اغیزناک فعالیت شاهدي ورکوي.

د کرنې او مالدارۍ برخه په افغانستان کې د اقتصادي پراختیا او پیاوړتیا یو مهم سکتور ګڼل کېږي.

په همدې موخه د افغانستان اسلامي امارت ژمن دی، چې د هېواد بزګرانو او مالدارانو لپاره لازمې اسانتیاوې برابرې کړي، ترڅو په یاده برخه کې ځان بساینې ته زمینه برابره شي.

اسلامي امارت لکه څنګه چې د مقدس جهاد د اهدافو لاسته راوړلو په موخه په هېواد کې د اسلامي نظام ټینګښت او د ټولنې دیني او معنوي اصلاح او بیارغونې ته کلک تعهد لري، همداسې د هېواد اقتصادي پراختیا، ځان بساینه او د نورو له احتیاجه خلاصون هم د یوې مهمې موخې په حیث څاري.

د هېواد کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو ته د بازارموندنې او خرڅلاو په موخه د نندارتونونو جوړول د دغو سکټورونو د ودې لپاره یو اغېزناک اقدام دی، چې د کرنې وزارت له خوا په لاره اچول شوی.

دغسې پروګرامونه باید نور هم زیات شۍ، ترڅو د هېواد د زراعتي تولیداتو د بازار موندنې او پرمختګ په برخه کې مرستندوی شي.

د افغانستان اسلامي امارت پانګوالو لپاره ټولې لازمې اسانتیاوې برابرې کړي دي، موږ د هېواد له ټولو پانګوالو غواړو چې د کرنې او مالدارۍ سکټور د ودې او د افغانستان د ځان بسیا کېدو په برخه کې دې په یادو سکټورونو کې پانګونه وکړي.

دغه راز د کرنې او مالدارۍ وزارت په مسولینو غږ کوم، دا چې افغانستان یوه زراعتي هېواد دی او د نفوس لویه برخه یې په کرنه او مالدارۍ بوخته ده، باید ټولې هڅې په کار واچول شي، چې د هېواد کروندګرو او مالدارانو ته لازمې آسانتیاوې رامنځته شي.

له دوی سره د اصلاح شویو تخمونو د توزیع، د اوبو سیستم او نهرونو جوړولو، د زراعت او مالدارۍ په برخه کې د بیلابیلو آفاتو او امراضو د مخنیوي او د دوی محصولاتو ته د بازار موندنې په برخه کې باید خپلې هڅې ونه سپموي.

په پای کې د هېواد کروندګرو او مالدارانو ته یو ځل بیا ډاډ ورکوم، چې اسلامي امارت د دوی هراړخیز ملاتړ او مرستې ته ژمنتیا لري او د دوی د کار او فعالیت قدرداني کوي.