د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمیسیون غونډه ترسره او له اجنډا سره سم پر ټاکل شوو موضوعاتو بحث وشو.
په دې غونډه کې پرېکړه شوې چې د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت دې د مالیې وزارت او نورو اړوندو ادارو سره کار وکړي او د افغانستان برېښنا شرکت له لوري د وړاندیز شویو پروژو (له شبرغان تر الوان دښتې او له الوان دښتې څخه د کابل تر ارغندۍ پورې د ۵۰۰ کیلو ولټه برېښنا لېږد مزي او په الوان دښته او ارغندۍ کې د سب سټېشن) د پاتې کارونو د بشپړېدو لپاره د تمویل سرچینې وڅېړي او خپلې موندنې دې د اجراتو په موخه د لسو ورځو په موده کې اقتصادي معاونیت ته وړاندې کړي، تر څو له هغې وروسته یې په بېړنۍ توګه چارې پیل او تر راتلونکي ژمي بشپړې شي.
دغهراز د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت د استازي په ګډون، له اقتصاد، کور او ښار جوړولو او اطلاعاتو او کلتور وزارتونو، ملي پراختیا شرکت او کابل ښاروالۍ څخه جوړې شوې کمېټې ته دنده سپارل شوې چې د ښاري طراحي اصولو ته په کتو دې د کابل ښار په لومړۍ ناحیه کې له چوک څخه تر پښتون مارکېټ پورې اړونده ځمکې بېلابېل اړخونه وڅېړي او خپل راپور دې د وروستي تصمیم په موخه، اقتصادي کمیسیون ته وړاندې کړي.
په یاده غونډه کې پرېکړه شوې، چې د کندوز ولایت په امام صاحب ولسوالۍ کې د ۱۰۰۰ جرېبه شاړې ځمکې اړوند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت په مشرۍ له اوبو او انرژۍ، صنعت او سوداګرۍ وزارتونو څخه جوړه شوې کمېټه دې له یادې سیمې څخه لیدنه وکړي، د خلکو غوښتنو ته په کتو دې د قضیې اړخونه وڅېړي او د ځمکې اجارې، د قرارداد مودې په اړه دې خپل نظرونه له اقتصادي کمیسیون سره شریک کړي.
د غونډې په پای کې د بلخ ولایت د ۸ انکشافي شوراګانو حسابونو په اړه ټاکل شوې کمېټې ته دنده سپارل شوې، چې په وزارتونو او نورو ارګانونو کې د یادو شوراګانو د طلباتو او تضمیناتو د ورکړې او له دغو شوراګانو سره د دولت د پاتې اجناسو په برخه کې دې اجرات ترسره کړي.

