د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ سرپرست وزیر مولوي عطاء الله عمري په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې له رییس ریچارډ ترانچارډ او د دغه ادارې د مرستو د جلبولو رییس الکسانډر جانس سره په کابل کې لیدنه کړې.
یاده غونډه، چې د کرنې وزارت او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې ترمنځ د همغږۍ د پياوړتيا او پراختيا په موخه دایره شوې وه، په ترڅ کې یې د کرنې د پراختيا، د ځنګلونو د ساتنې، طبيعي سرچینو، د کرنیزو تخمونو وېش، د ځنګلونو اقتصادي کول، د کرنې عصري کول او د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو معیاري کولو په اړه خبرې شوي.
د کرنې سرپرست وزیر په اوسني وضعیت کې له بزګرانو او مالدارانو سره د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې له مرستو مننه کړې او ویلي يي دي؛ افغانستان د کرنې په بېلابېلو برخو کې کار ته اړتیا لري.
مولوي عطاء الله عمري زیاته کړې؛ موږ داسې طرحې جوړ کړي، چې په پلي کولو سره یې کولای شو، چې د دې هېواد وګړو ته د کار زمینه برابره کړو، خو؛ زموږ امکانات محدود دی، اړینه خبره دا ده، چې نړیوال مرستندویه هېوادونه او ادارې له موږ سره په دې برخو کې همکاري وکړي.
سرپرست وزیر د راتلونکي کال لپاره د کرنې وزارت د پلانونو په اړه ویلي؛ هڅه کوو، چې د افغانستان کلیو او بانډو ته عصري او معیاري کرنه او مالداري ورسوو، تر څو خلکو او په ځانګړې توګه مېرمنو ته د ننه په کور کې د کار زمینه برابره شي.
ریچارډ ترانچارډ او الکسانډر جانس د افغانستان له اړمنو خلکو سره د مرستو د دوام لپاره د دغه نړۍوالې ادارې د ژمنو په اړه ویلي؛ دا زموږ انساني او وظیفوي دنده ده، چې د دې هېواد اړمنو بزګرانو و مالدارانو لپآره د مرستې جلبولو په موخه هلې ځلې وکړو.
نوموړي زیاته کړې؛ موږ د افغانستان ګوټ ګوټ ته په سفرونو کې ولیدل، چې په دې هېواد کې هېڅ ډول امنیتي ستونزه نشتنه او موږ کولای شو، چې د دې خاروې لرو پرتو سیمو ته سفر او کار وکړو.
په دې کتنه کې دغه راز د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې مسولینو د افغانستان له بزګرانو او مالدارانو سره د مرستې او کار کولو په موخه د بېلابېلو هېوادونو پر لېوالتیا خبرې کړي.

